منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان کابینې له کرونا ویروس سره د مبارزې ملی طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

 کابل (پژواک، ۲۹وری۹۹): د افغانستان کابینې له کرونا ویروس سره د مبارزې د ښه مدیریت په موخه ملی طرحه په اصولو کې تصویب کړه او دغه طرحه له نړیوالې ټولنې، پراختیایي شریکانو او اړوند سازمانونو سره شریکوي.

د افغانستان د عاملې روغتیا وزارت تېره ورځ وویل چې هېواد کې  د کووید ۱۹ (کرونا ویروس) ۸۴۰ مثبت پېښې ثبت شوي او له دغو ناروغانو ۳۰ تنه مړه او ۵۴ نور بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ویروس په نړیوال کچه او افغانستان کې ورځ تر بلې د پراخه کېدو په حال کې دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینه تېره ورځ مازدیګر له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د منابعو موندلو او په مشخصوپروګرامونو کې د کاري ګروپونود ایجاد لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت طرحه د ملي طرحې په توګه په پرنسیب کې تصویب کړه. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې د کابینې له غړو وغوښتل شول چې په دې اړه خپل نظریات او وړاندېزونه په لیکلي بڼه برابر او د حکومت رهبري ته وړاندې کړي.

سرچینه لیکي:"په یاده طرحه کې د خطر مدیریت، د مدیریت د تغییر طریقې ته بدلون ورکول، احتمالي پړاوونه، د ټولنې او متضررو ډلو غبرګون، د ټولنې هیلې، د مارکیټ ځواب او هیله او د دولت ځواب، تفصیلي موضوعات شامل دي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طرحه به له کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر د غوره مدیریت په موخه له نړیوالې ټولنې، انکشافي شریکانو او اړوندو بین المللي سازمانونو سره له واضح وړاندیزونو سره یو ځای شریکه شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې کروناویروس سره د مبارزې په خاطر عامې روغتیا وزارت او د دغو وزارت دویمو واحدونو ته د مالي-اداري  استثنایي صلاحیت سپارلو لایحه هم په پرنسیب کې تصویب شوه.

کابینې د عامې روغتیا وزارت موظف کړی چې یاده لایحه په کابینه کې د وړاندې شویو اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره وروستۍ او د هغې په رڼا کې اقدام وکړي.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې کابینې عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې د روڼتیا پر څرنګوالي، د لګښتونو تفتیش، د بودیجې د تدارک مشخصولو او ژمنو پر مقدار د تمرکز پرمهال له مالیې وزارت سره لازمه همغږي وکړي او د استخدام واضح پلان دې جوړ او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

سرچینه لیکي چې وروسته کابینې د کرونا ناروغۍ د بېړني حالت مدیریت واحده طرحه په پرنیسب کې تصویب کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي:"دغه طرحه د عامې روغتیا وزیر د کابینې غونډې ته وړاندې کړه وېې ویل، یاده طرحه د تازه عملیاتي طریقې د ایجاد، همغږۍ، منابعو څخه د موثرې استفادې او کرونا ویروس سره د مبارزې ترڅنګ د روغتیا سکتور پر ستراتېژیکو ساحو د تمرکز ساتلو په موخه ترتیب او تنظیم شوې ده."

دغه راز سرچینه زیاتوِي:" د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لوی رئیس احمد نادر نادري، د کرونا ناروغۍ (کووید-۱۹) خپرېدو د مخنیوي په موخه په مرکز کې د درې اوونیو په تمدید سره د کاري رژیم تنظیم طرزالعمل د لومړۍ ګڼې ضمیمې تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تصویب شوه."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا