کابل(پژواک, ۲۹ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه د ښه شويو کسانو شمېره ۹۹ تنو ته رسیږي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۲۹مه مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۹۰۶ ته لوړیږی.
هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۹۹ کسان بیرته روغ شوي او ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې درې تنه یې ډاکتران دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۲۶ یې په کابل کې،۱۵ یې په کندهار کې، شپږ یې په بلخ کې، پنځه ـ پنځه هرات او کندوز کې، څلور یې هلمند کې، درې یې په لغمان کې او يو ـ يو یې په ننګرهار او کوڼر ولايتونو کې ثبت شوي دي.
مايار وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
د يادونې وړ ده چې د ۹۰۶ مثبتو پیښو څخه ۳۲۲ یې په هرات، ۲۷۲ یې په کابل، ۱۰۸ یې په کندهار، ۳۹ يې په بلخ کې، ۳۵ یې په نیمروز، ۱۳ یې په غزني،
۱۳ يې په هلمند، ۱۱ یې په ننګرهار، لس يې په پکتیا، اته یې په لوګر او کندوز کې، اووه یې په دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ ـ شپږ یې په فراه او سمنګان، ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ویروس پنځه ـ پنځه پېښې په بامیان او بغلان کې، څلور څلور په فاریاب، لغمان او میدان وردګ، درې ـ درې په کوڼر، زابل، غوراو بادغیس، دوه ـ کاپیسا او په پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










