کابل (پژواک،۳۰ ورى ٩٩): خلک په داسې حال کې افغانستان کې د کرونا ناروغۍ په تشخیص کې له ځنډ نه شکایت کوي، چې ولایتونو کې د دغې ناروغۍ د تشخیص کیتونه خلاص شوي او کابل کې به هم په دوو ورځو کې خلاص شي.
خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي، وایي تمه ده چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او له جرمني سره د شوي تړون له لارې دغه ستونزه حل شي.
افغانستان کې په څه باندې یوه میاشت کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۳۳ کسانو ته رسېدلی دی. له دغې کسانو تر اوسه ۳۰ تنه مړه او ۱۱۶ بیرته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې خلک شکایت کوي،وایي چې حکومت د دغې ناروغۍ د مهار کولو او تشخیص لپاره اړین امکانات نه لري او پر دغې ناروغۍ د مشکوکو کسانو پر معاینه او تشخیص ډېرې ورځې تېرېږي.
په کندهار کې د بېړنیو روغتیایي حالاتو حوزوي مسوول ډاکټر محمد سرور پېروزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د سوېلي زون په کچه په لابراتوار کې د کرونا ویروس د معایناتو کیټونه خلاص شوي او د ناروغانو د تشخیص چارې په ټپه درېدلې دي.
دی وایي، دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ تنږ دغه لابراتوار ته د کرونا وایروس د تشخیص لپاره ورځي.
د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، ددغه ولایت د مشکوکو کسانږ سمپلونه بلخ د تشخیص لپاره استول کیږي، خو اوس لهدوی غوښتل شوي چې نور سمپلونه د چک لپاره دغه ولایت و نه استوي؛ ځکه چې بلخ کې تشخیصیه کیتونه خلاص شوي دي.
د فاریاب ولایت د عامې روغتیا رئیس محمد نعیم مصمم هم وايي،چې لس ورځې مخکې یې د ۳۰ مشکوکو کسانو سمپلونه بلخ ولایت ته د معایناتو لپاره استولي، خو تراوسه یې نتیجه نه ده څرګنده.
مصمم زیاته کړه:« له دغو دېرشو کسانو څخه مو څلور، څلور، پنځه، پنځه په اتاقونو کې بستر کړي دي او هر شپه یې جنجال وي، وایي چې زموږ نتیجه کله معلومیږي که موږ ناروغ هم نه یو نو له یو بل به مو ونیسي.»
د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس محمد عارف زلال وایي:« په فراه کي هم امبولانسونه او هم امکانات نه شته او د کرونا د شکمنو ناروغانو سمپلونه هرات ته په لینی موټرو کې لیږدول کیږي او وروسته له شاوخوا شل ورځو د مشکوکو کسانو نتیجه بیرته رارسیږي.»
د دایکندی ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر اسحاق علی درمان خک وایي چې ددغه ولایت په کرونا ناروغۍ د اخته شویو کسانو معاینات په کابل کې ترسره کیږي او دوی یې پایلو ته تر یوې اونۍ زیات وخت انتظار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې کابل کې هم ورته ستونزه شتون لري.
login or register a new account.