منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ۹۳۳ پر کرونا اخته،۳۰ مړه او ۱۱۶ تنه روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل(پژواک, ۳۰ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۱۲ سلنه خلک بېرته ښه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰۸ شکمنو پښو څخه ۲۷ مثبت دي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۹۳۳ ته لوړیږی.

هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۱۲ سلنه ناروغان چې ۱۱۶ تنه کیږي بېرته روغ شوي دي. د نوموړي په وینا له کرونا ویروس څخه تر اوسه د دریو ډاکترانو په ګډون ۳۰ تنه مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۱۲ یې په کابل کې، اووه یې په پکتيا کې، څلور یې په لوګر کې، دوه یې په هرات، او يوه يوه يې په باميان او دايکندي ولايتونو ثبت شوي دي.

مايار وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ څخه ۱۳ کسان بېرته ښه شوي خو د مړينې هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغه بېرته تازه ښه شويو کسانو له ډلې اووه یې په کابل کې او دوه ـ دوه يې په هرات باميان او سمنګان ولايتونو کې دي

. د يادونې وړ ده چې د ۹۳۳ مثبتو پیښو څخه ۳۲۴ یې په هرات، ۲۸۴ یې په کابل، ۱۰۸ یې په کندهار، ۳۹ يې په بلخ کې، ۳۵ یې په نیمروز، ۱۷ یې په پکتيا کې، ۱۳ یې په غزني، ۱۳ يې په هلمند، ۱۲ یې په لوګر کې، ۱۱ یې په ننګرهار، اته اته یې کندوز او دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ ـ شپږ یې په فراه او سمنګان او باميان ولایتونو کې دي.

دغه راز د کرونا ویروس پنځه پېښې یې بغلان کې، څلور ـ څلور په فاریاب، لغمان او میدان وردګو، درې ـ درې په کوڼر، زابل، غوراو بادغیس، دوه په کاپیسا او پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا