کابل (پژواک،۳۰ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویوکسانو شمیره له ۱۵۰ زرو اوښتې او د ناروغانو شمیریې دوه میلیونه او ۲۵۰ زرو ته رسیدلی دی.
د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه دپاسه دوه میلیونه او ۲۵۰زره کسان اخته شوي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۱۵۵ زره کسان مړه شوي چې ډیری یې اروپایي هیوادونو او امریکا کې دي.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ۵۷۰ زره کسان بیرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته او مړه شوي، هلته تر ننه پورې ۷۱۰ زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی اوڅه دپاسه ۳۷ زره کسان مړه شوي دي.
دغه راز په هسپانیا کې ۱۹۰ زره پرې اخته او۲۰ زره مړه شوي دي، په ایټالیا کې ۱۷۲ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه ۲۲ زره ترې مړه شوي دي، په جرمني کې ۱۴۱ زره زره پرې اخته او۴۳۰۰ تنه مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۴۷زره کسان پرې خته او۱۸۵۰۰ زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۱۱۰ زره اخته او ۱۴۵۰۰ مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۴۷۰۰ مړه شوي ، په ایران کې۷۹۵۰۰ زره پرې اخته او ۴۹۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې ۷۴۰۰ کسان پرې اخته او۱۴۳ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۱۴۵۰۰ زره پرې اخته او ۴۸۸ تنه مړه شوی ،په سعودي کې۷۴۰۰ تنه اخته او۹۰ تنه مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۹۰۶ کسان پرې اخته، ۳۰ تنه مړه او ۱۰۰ تنه بیرغ روغغ شوي دي.
login or register a new account.