ژبه

له چین نه افغانستان ته له کرونا سره د مبارزې اړین توکي رالیږدول کیږی

کابل (پژواک۳۱ ورى ٩٩): اریانا افغان هوایي شرکت وایي، ټاکل شوې چېدرې ورځې وروسته به له چین څخه د کرونا له ناروغۍ سره د مبارزې اړین توکې هېواد را ولیږدي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک شکایت کوي،وایي چې د افغانستان حکومت د دغې ناروغۍ د مهار کولو او تشخیص لپاره اړین امکانات نه لري او پر دغې ناروغۍ د مشکوکو کسانو پر معاینه او تشخیص ډېرې ورځې تېرېږي. دغه راز د پژواک د تېرې ورځې د راپور له مخې، ولایتونو کې د دغې ناروغۍ د تشخیص کیتونه خلاص شوي او په کابل کې هم مخ پر خلاصېدو دي.

افغانستان کې په څه باندې یوه میاشت کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۹۶ کسانو ته رسېدلی دی. له دغې کسانو تر اوسه ۳۲ تنه مړه او ۱۳۱ روغ شوي دي.

د اریانا افغان هوایې شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي نن پژواک خبری اژانس ته وویل، چې اریانا افغانستان هوایي شرکت د دغو توکیو د رالیږد تړون له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د چین له سفارت سره کړی دی.

ده زیاته کړه:« په دغه توکیو کي ۳۰ زره محفاظتي کیتونه(detection kits) لس زره تشخیصي کیتونه(protection kits) لس زره پلټونکي محافظتی کیتونه (protective go ogles) لس زره (N95) د مخ ماسکونه، ۵۰۰ زره جراحی ماسکونه او زر د تبې معلومولو الې یا (( forehead thermometer شامل دي.»

ده وویل چې دغه توکې به د اپریل په ۲۲ مه له چین څخه د اریانا شرکت په الوتکهکې هېواد ته راولیږدول شي.

د ابراهيمی په وینا خبرې روانې دي تر څو د چین له ارومچي ښار څخه افغانستان ته د الوتلو اجازه هم ترلاسه کړل شي.

login or register a new account.