ژبه

هند افغان ځواکونو سره د کرونا ضد درملو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹) : هندوستان د افغان  ملي ځواکونو سره د کرونا ضد دوه قلمه درملو مرسته د ملي دفاع وزارت ته وسپارله.

د ملي دفاع وزارت لخوا د وري په ۳۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هند د افغانستان له ملي دفاع وزارت سره د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د دوه قلمه درملو مرسته وکړه.

سرچینې زیاته کړې، په کابل کې د هند استوګن سفیر “وینی کمار” نن د ملي دفاع وزارت له سرپرست ستر  “اسدالله خالد” سره په لیدنه کې وویل، دا مرستې يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې د کرونا وایروس د لا زیات مخنیوي په هدف ترسره کړي.

کمار زیاته کړې، هند د افغانستان د سولې پروسې په شمول، له دغه هېواد سره بیلابیلو نورو برخو کې د هر راز مرستو دوام ته ژمن دی.
په همدې حال کې، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هند د افغانستان ښه دوست یاد کړ او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان حکومت او افغانان بېلا بېلو برخو کې د دغه هېواد د هر اړخیزو مرستو قدر داني او ستاینه کوي.

خالد کرونا وایروس د سیمې او نړۍ هېواودنو ته جدي ګواښ یاد کړ او د دې پدیدې پر وړاندې يې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

login or register a new account.