کابل(پژواک, ۳۱ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۶۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۱۳ سلنه خلک بېرته ښه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۳۱ مه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۸۶ شکمنو پښو څخه ۶۳ مثبت دي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۹۹۶ ته لوړیږی.
هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۱۳ سلنه ناروغان چې ۱۳۱ تنه کیږي بېرته روغ شوي دي.
د نوموړي په وینا له کرونا ویروس څخه تر اوسه د دریو ډاکترانو په ګډون ۳۳ تنه مړه شوي دي چې او د اوو نورو کسانو روغتيايي وضعيت هم جدي دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۳۱ یې په کابل کې، ۱۶ یې په بلخ کې، شپږ یې کوڼر کې، څلور یې په هرات کې، درې یې په بغلان کې، او يوه يوه په فارياب، جوزجان او لغمان ولايتونو ثبت شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغه بېرته تازه ۱۵ ښه شويو کسانو له ډلې ۱۳ یې په هرات او دوه یې په کابل ولايت کې دي.
مايار وويل چې تر سبا به د نړيوال روغتيايي سازمان لخوا ۵۰۰۰ تشخیصه کېټونه هم کابل ته را ورسیږي.
د نوموړي په وينا د اريوبي کورنۍ څخه د کرونا ناروغۍ نمونې اخيستل شوي چې پنځه نورې یې هم مثبتې دي.
یوسف اریوبي د صحت طفل روغتون ډاکټر و چې د کرونا ویروس له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د يادونې وړ ده چې د ۹۹۶ مثبتو پیښو څخه ۳۲۸ یې په هرات، ۳۱۵یې په کابل، ۱۰۸ یې په کندهار، ۵۵ يې په بلخ کې، ۳۵ یې په نیمروز، ۱۷ یې په پکتيا، ۱۳ یې په غزني، ۱۳ يې په هلمند، ۱۲ یې په لوګر، ۱۱ یې په ننګرهار، نهه يې په کونړ، اته اته یې کندوز, بغلان او دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ ـ شپږ یې په فراه، سمنګان او باميان ولایتونو کې دي.
دغه راز د کرونا ویروس پنځه ـ پنځه پېښې یې په فاریاب او لغمان، څلور یې په میدان وردګو، درې ـ درې په زابل، غور او بادغیس، دوه په کاپیسا او په پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان، جوزجان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










