منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې ۱۱۰ روغتیایي کارکوونکي د کرونا په ناروغۍ اخته شوي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل ‏(پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه هېواد کې ۱۱۰ روغتیايي کارکوونکي د کرونا په ناروغۍ اخته شوې، چې ۹۰ تنه یې نارینه او ۲۰ ښځې دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دغو ۱۱۰ کسانو څخه، ۵۱ هرات، ۲۳ کندهار، شپږ په بلخ، پنځه په کونړ، درې، درې په غزني او ننګرهار، دوه، دوه په  نیمروز، کابل، سمنګانو، کندوز، بامیانو او لوګر او یو، یو په دایکنډي، فراه، میدان وردګو، پکتیا، خوست، لغمان او هلمند ولایتونو کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

مایار د هغو روغتیایي کارکوونکو د کورنۍ د غړود ټېست په اړه څه ونه ویل چې پر دغې ناروغۍ اخته شوي، خو ویې ویل، کوم ډاکټران چې د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي، د هغوی د کورنیو د غړو سمپلونه اخیستل شوي او قرنطین شوي دي.

د خپرو شویو خبرونو له مخې، تر اوسه افغانستان کې څلور ډاکټران د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د جوزجان ولایت د ملکي روغتون ډاکتر داوود پویا، کابل کې د امیري روغتون ډاکټر حنیف الله حنیف، د شینوزاده روغتون ډاکټر اقبال عمري او د ماشومانو متخصص ډاکټر یوسف اریوبي هغه څلور ډاکټران دي چې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۰۲۶ کسان په کرونا ناروغي اخته شوي او له دغو کسانو ۳۶ تنه مړه او ۱۳۵ نور بیا بیرته جوړ شوي دي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا