کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ، په افغانستان کې د کرونا د شاوخوا زرو ناروغانو څخه یې تر ۵۰ سلنې زیات ځوانان دي، خو له مړو شویو ۳۳ کسانو څخه ۷۵ سلنه یې د د ډیر عمر لرونکي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر ننه پورې په ټول هیواد کې شاوخوا زر کسان پر کرونا ناروغۍ اخته، ۳۳ تنه مړه او ۱۳۱ نور روغ شوي دي.
ددغه وزارت لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له یادو ناروغانو تر نیمایي زیات یې ځوانان تشکیلوي.
سرچینې زیاته کړې، ۲۹۸ ناروغان د ۲۰ او ۲۹ ترمنځ او ۲۷۱ تنه نور ناروغان له ۳۰ څخه تر ۳۹ کلونو پورې عمر لري.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ۷۷ کسان د ۱ او ۱۹ کلونو ترمنځ عمر لري، ۱۵۳ ناروغان د ۳۹ څخه تر ۴۹ کلونو پورې عمر لري.
دغه راز ۱۰۸ ناروغان د ۵۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ، ۶۴ ناروغان د ۶۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ ۱۵ ناروغان د ۷۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او ۱۳ تنه نور ناروغان له ۸۰ کلونو زیات عمر درلودونکي دي.
دعامې روغتیا وزارت د مړو په اړ ه وایي چې له یو څخه تر ۱۹ کلونو پورې یو ناروغ مړ شوی، دغه راز بیا تر ۳۹ کلنۍ پورې ناروغان نه دي مړه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې اوه ناروغان مړه شوی، له ۵۰ تر ۶۰ کلونو پورې شپږ ناروغان، له ۶۰ تر ۷۰ کلونو پورې ۱۲ ناروغان، له اویا څخه تر ۸۰ کلونو عمر لرونکو کې څلور ناروغان او له اتیا ډیر عمر لرونکو کې درې ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزاروات وایي چې له زرو ناروغانو څخه ۲۶۳ تنه یې ښځې دي چې ۲۷ سلنه جوړوي، دغه راز په ۳۳ مړو کې یې ۹ تنه ښځې دي، چې ۲۹ سلنه جوړوي.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحید الله مایار په دې اړه چې ولې ډیری ځوانان پر کرونا اخته شوي وایی چې د کرونا ناروغي له لومړی له ایران څخه د راغلو کډوالو څخه خپور شو.
هغه زیاته کړه چې له ایران او پاکستان لسګونه زره ځوانان هیواد ته ستانه شوي چې د کرونا ناروغي په دوی کې ډیره خپره شوې ده.
دا چې ډیر عمر لرونکي له دې ناروغۍ ډیر مړه شوي، د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست پخوانی رییس ډاکټر باز محمد شیرزاد وایي کرونا عمر و نژاد ته نه ګوری د هر عمر وګړی پرې اخته کیدای شي .
login or register a new account.