ژبه

د نړۍ د کرونا ناروغانو ۳۰ سلنه او د مړو ۲۵ سلنه یې یواځې امریکا کې دي

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویوکسانو شمیره له ۱۶۵ زرو اوښتی او د ناروغانو شمیریې دوه میلیونه او۴۰۰ زرو ته رسیدلی دی.

د نورو هیوادونو په پرتله د امریکا متحده ایالات له کرونا څخه ډیر ځپل شوی، چې تر ۴۰ زرو زیات کسان هلته مړه او اوه نیم لکه کسان پرې اخته شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه دپاسه دوه میلیونه او ۴۰۰ زره  کسان اخته شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۱۶۵ زره کسان مړه شوي چې ډیری یې اروپایي هیوادونو او امریکا کې دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ۶۱۴ زره کسان بیرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته  او مړه شوي، هلته تر ننه پورې ۷۶۰  زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی اوڅه دپاسه ۴۰ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز په هسپانیا کې ۱۹۵ زره پرې اخته او۲۰۵۰۰  کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۱۷۸ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه۲۳ زره ترې مړه شوي دي،  په جرمني کې ۱۴۴ زره زره پرې اخته او۴۵۰۰ تنه مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۵۲ زره  کسان پرې خته اونږدې ۲۰  زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۱۲۰ زره اخته او ۱۶ زره مړه شوي دي.  

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۴۷۰۰ مړه شوي ، په ایران کې۸۲ زره پرې اخته او۵۱۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې ۸۳۰۰  کسان پرې اخته  او۱۶۸ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۱۷ زره پرې اخته او۵۵۶ تنه مړه شوی ،په سعودي کې۹۳۳۲ تنه اخته او۹۷  تنه مړه شوي دي.  

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۹۹۷ کسان پرې اخته، ۳۳  تنه مړه او ۱۳۱ تنه بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.