منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ۱۰۲۶ پر کرونا اخته،۳۶ مړه او ۱۳۵ تنه بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل(پژواک, د غويي لومړۍ نېټه ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۱۳۵ کسان بېرته ښه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويی په لومړۍ نېټه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۰۲۶ ته لوړیږی.

هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۱۳۵ تنه بېرته روغ شوي دي.

د نوموړي په وینا له کرونا ویروس څخه تر اوسه د څلورو ډاکترانو په ګډون ۳۶ تنه مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۱۵ یې په کابل، شپږ یې په هرات، څلور ـ څلور يې په لغمان او کوڼر او يوه یې هم په ننګرهار ولايت کې ثبت شوې ده.

د يادونې وړ ده چې د ۱۰۲۶ مثبتو پیښو څخه ۳۳۴ یې په هرات، ۳۳۰ یې په کابل، ۱۰۸ یې په کندهار، ۵۵ يې په بلخ، ۳۵ یې په نیمروز، ۱۷ یې په پکتيا، ۱۳ ـ ۱۳ یې په غزني، هلمند او کوڼر، ۱۲ -۱۲ یې په لوګر او ننګرهار، نهه یې په لغمان، اته ـ اته یې کندوز، بغلان او دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ ـ شپږ یې په فراه، سمنګان او باميان ولایتونو ثبت شوي دي.

دغه راز د کرونا ویروس پنځه مثبتې پېښې په فاریاب، څلور یې په میدان وردګو، درې ـ درې په زابل، غور او بادغیس، دوه په کاپیسا او په پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان، جوزجان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا