کابل (پژواک، دغویي لومړۍ نیټه ۹۹) : په کاناډا کې یو وسله وال تن پر خلکو ډزې کړې او د یوه پولیس په ګډون یې ۱۶ کسان وژلي دي.
د راپورونو له مخې، دا د کاناډا په تاریخ کې تر ټولو مرګونی برید ګڼل کیږي.
کاناډایی رسنیو خبر ورکړی چې داپيښه د نووا اسکاشیا په ولایت کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو په جامه کې د پولیسو له موټر څخه په ګټې اخیستنې یو وسله وال کس پر خلکو ډزې وکړې.
د ځایي پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې په دې پیښه کې د پولیسو د یوه افسر په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.
د هغه په وینا، تر ۱۲ سا عتونو نښتې وروسته ۵۱ کلن بریدګر هم وژل شوی دی.
login or register a new account.