ژبه

افغانستان د رسنیو دازادۍ نړیواله درجه بندۍ کې ۱۲۲ مقام خپل کړی

کابل (پژواک، ۲ غویی ۹۹) : د بې پولې خبریالانو د نړیوال سازمان په کلني راپور کې افغانستان د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د تیر کال پرتله یوه درجه پورته تللی او د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې یې ۱۲۲ ځای خپل کړی دی.

په فرانسه کې د بې پولې خبریالانو سازمان "ار ایس ایف"  د غویي په ۲مه، په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د ۱۸۰ هیوادونو د وضعیت په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړی  دي.

په دې راپور کې د  ۲۰۱۹ کال پر مهال د افغان خبریالانو په کم شمیر مرګ ژوبلې او د خبریالانو د ساتنې او ملاتړ په برخه کې د افغان حکومت اقداماتو په ځانګړي ډول د افغان حکومت او د خبریالانو ګډې کمیټې اجراتو ته په پاملرنې افغانستان د دغه سازمان په نړیواله درجه بندۍ کې د تیر میلادي کال پرتله یوه درجه شاتګ کړی او په لیست کې یې۱۲۲ ځای خپل کړی دی.

تیر کال افغانستان د دغه سازمان په کلنۍ درجه بندۍ کې ۱۲۱ ځای خپل کړی وو.

د یاد سازمان په دغه راپور کې، د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته په اشارې سره ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د تیرو ۱۹ کلنو لاس ته راوړنو ساتنه لا هم د ګواښ سره مخ ده.

سرچینې په دغه راپور کې طالبان، داعش وسله وال، جنګ سالاران او ځینې دولتي مامورین چې په راپور کې د فاسدو مامورینو په نوم یاد شوي په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره د ګواښ په توګه یاد کړي دي.

ار ایس ایف ویلي : "ښځینه خبریالانې د مقاومت سره سره، په یو داسې هیواد کې چې اسلامي افراطیت او سړي سالاري په یو شمیر ولایتونو کې حاکمه ده، د هغوی فعالیتونه لا هم تر ګواښ لاندې دي. دا اندیښنه ډیره جدي شته چې بنیادي ازادۍ په ځانګړي ډول د راپور ورکولو او د ښځینه خبریالانو ازادي د خبرواو د سولې قرباني شي".

دیاد  سازمان په دغه راپور کې د رسنیو د ازادۍ د ۲۰۲۰ کال د درجه بندۍ په لیست کې ناروي، فنلنډ او ډنمارک په ترتیب سره لومړی، دوهم او درییم ځای نیولی دی. همداشان ایران ۱۷۳ ځای نیولی او تاجکسان ۱۶۱ ځای نیولی دی.

login or register a new account.