ژبه

ټولو ولسوالیو کې په کرونا د اخته کسانو لپاره د تجرید مرکزونه جوړیږي

کابل )پژواک، ۲ غویی ۹۹): ولسمشر غني له ولسوالانو سره خبرو کې وویل چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه هر ولایت کې ځانګړی معاونیت او هره ولسوالۍ کې د تجرید یو مرکز جوړیږی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر مازیګر د ويډيو کنفرانس له لارې له ولسوالانو سره د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ولسوالانو په دغه کنفرانس کې وېیلي چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې د حکومت له ستراتیژۍ سره سم یې د د ولسي بسيج، د علماوو، مدني ټولنو او مختلفو بنسټونو د همغږۍ، عامه پوهاوي، د معلوماتي پاڼو د وېش، د قرنطين مرکزونو جوړولو، به بېلابېلو سیمو کې د دوا پاشلو او بیو د کنټرول کمېټو جوړولو په اړه اقدامات کړي دي.

دغه راز، هغوی د ولسواليو د امنيت تامين، په ولسوالیو کې د تجرید مرکزونو جوړولو، د روغتیايي ټيمونو ګمارلو، د يوه شفاف او مشخص ميکانيزم له لارې د خوراکي توکو د مرستې رسولو، په لرې پرتو ولسواليو کې د مخابراتي شبکو فعاليت، د امبولانسونو پېرلو، د روغتيايي تجهيزاتو زياتولو، د محافظتي وسايلو او کېټونو د ورکولو او په يادو برخو کې ولسواليو ته د ډېرې پاملرنې غوښتنې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ولسمشر مرستیالانو په دغې کنفرانس کې وېیلي چې  د هیواد ټولې نښلونکې لارې پرانیستې دي، خلک به خوراکي توکو له کمبود سره مخ نه شي، د ولسوالانو غوښتنې باید د دولت د امکاناتو مطابق وي، له کرونا سره د مبارزې لپاره ملي بسیج ته اړتیا ده او سره میاشت باید له عامې روغتیا وزارت سره اړینې همکارۍ وکړي.

د سوداګریزو او اقتصادي چارو د پراختیا او بېوزلۍ راکمولو په برخه کې د ولسمشر استازي وېیلي:" زموږ امبولانسونه چمتو شوي او که زرنج د امبولانس په شکل برابر او په ولسوالیو کې ورڅخه استفاده وشي، هم اقتصادي تمامېږي او هم په اسانه تګ راتګ کوي."

د خبرپاڼې له مخې، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز په دې ویډیو کنفرانس کې وېیلي چې  تراوسه پنځه تر شپږو لابراتوارونه ایجاد شوي او په پام کې ده چې په پکتیا او کندز کې لابراتوار او په بدخشان او بامیانو کې د اغاخان انکشافي بنسټ په مرسته د تشخیص مرکز جوړ شي. هغه ټینګار کړی چې  د ولسوالانو غوښتنې به تعقیب او عملي کړي.

سرچینه لیکي چې ولسمشر محمد اشرف غني په دغه کنفرانس کې وېیلي چې خپله عمومي ارزونه یې کړې او له کرونا ویروس سره په پنځو پړاوونو کې د حکومت مبارزه روانه ده.

د غني په وینا، حکومت د عامې روغتیا وزارت د پروګرامونو بیاکتنه او پیاوړتیا ترلاس لاندې لري او په هر ولایت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې «ځانګړی معاونیت»جوړیږي.

خبرپاڼه کې د دغې معاونیت په اړه جزییات نشته.

محمد اشرف غني دا هم وېیلي چېله سیمه ییزو امکاناتو او شته تجهیزاتو په ګټې اخیستو دې په ولسوالیو کې له شلو تر پنځوسو بستر لرونکو د تجرید مرکزونه جوړ شي او د عامې روغتیا وزارت دې د دغو مرکزونو د جوړولو واقعبینانه ترتیبات وارزوي.

ولسمشر زیاته کړې:" راتلونکو کلونو لپاره د روغتیا برنامه زموږ په لومړیتوب کې قرار لري، اما دفعتا باید د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړو او د تدارکاتو واک د عامې روغتیا وزیر ته ورکړل شو."

login or register a new account.

ورته موضوع