کابل(پژواک، ۲ غويي ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۱۵۰ کسان بېرته ښه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويی په دویمه نېټه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۱۱ شکمنو پېښو له ډلې څخه ۶۶ یې مثبت وو چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۰۹۲ ته لوړیږی.
هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۱۵۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۵۲ یې په کابل، پنځه يې په لغمان، څلور ـ څلور په ننګرهار او بغلان او يوه یې په پکتيا کې ولايت کې ثبت شوې ده.
د يادونې وړ ده چې د ۱۰۹۲ مثبتو پیښو څخه ۳۸۵ یې په کابل، ۳۳۴ یې په هرات، ۱۰۸ یې په کندهار، ۵۵ يې په بلخ، ۳۵ یې په نیمروز، ۱۸ یې په پکتيا، ۱۶ یې په ننګرهار، ۱۴ یې په لغمان ۱۳ ـ ۱۳ یې په غزني، هلمند او کوڼر، ۱۲-۱۲ یې په لوګر او بغلان، اته ـ اته یې کندوز او دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ ـ شپږ یې په فراه، سمنګان او باميان ولایتونو ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ویروس پنځه مثبتې پېښې په فاریاب، څلور یې په میدان وردګو، درې ـ درې په زابل، غور او بادغیس، دوه په کاپیسا او په پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان، جوزجان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










