منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې پر بايسکل د کرونا په اړه د عامه پوهاوي کمپاين پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

جلال اباد (پژواک, ۴ غويی ۹۹): د کتاب لوست فرهنګي ټولنې له لوري په ننګرهار کې خلکو ته له کرونا څخه د ځان ساتنې عامه پوهاوي کمپاين پيل شو. 

د ټولنې مسولين وايي، دوی به دننګرهار دوولسو ولسواليو ته پر ځانګړي بايسکل ورځي او زرګونه کورنيو ته به د کرونا په اړه عامه پوهاوی ور کوي.

دوی خپل دا مزل د غويي په ۴مه جلال اباد ښار کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له انګړ پيل کړی چې د ځانګړو بروشرونو او غږيزو پيغامونو له لارې به خلکو ته عامه پوهاوی کوي.

د يادې ټولنې مشر او کمپاين کوونکي محمد ادريس سياوش پژواک اژانس ته وويل، د کمپاين بڼه يې ډېره ساده ده، پر بايسکل باندې به د دوولسو ولسواليو په څلور زره کورونو ګرځي، هم به د ځانګړو غږيزو پيغامونو له لارې، هم به د بروشرونو له لارې خلکو عامه پوهاوی ور کوي او له دې سربېره به ځای پر ځای کوچنيانو او تنکيو ځوانانو ته عملاً د لاس وينځلو صحي لارې چارې ور زده کوي.

د هغه په وينا, پلان يې دا دی چې هغو دوولسو ولسواليو ته لاړ شي چې له جلال اباد ښار سره په نږدې فاصله کې پرتې وي. د نوموړي د معلوماتو له مخې, دا چاره يې د يونسيف نړيوالې ادارې، د روغتيا وزارت او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ پيل کړې ده.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي وایي، دوی ټولو ولسواليو ته د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو مهالوېش برابر کړی چې ټولو ولسواليو ته به په بېلابېلو وختونو کې پيغامونه رسوي.

د نوموړي په وينا, دا چې د کتاب لوست ټولنې غړو پر بايسکل کمپاين کاوه نو په همدې خاطر يې د جلال اباد ښار ته نږدې ولسوالۍ ورته پلان کړې, خو ټاکل شوې نږدې ورځو کې د يو شمېر نورو ټولنو په همکارۍ لرو پرتو ولسواليو ته هم دا کمپاين وغځوي.

کتاب لوست ټولنه ننګرهار کې دا کمپاين داسې مهال پيلوي چې دغه ولايت کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی چې له ډلې يې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يوازې دوه يې روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا