کابل (پژواک، ٤ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۱۷۷ کسان بېرته ښه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په څلورمه کابل کې رسنيو ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۶۳ شکمنو پېښو له ډلې څخه ٥٠ يې مثبت وې.
د هغه په وينا, له يادو ٥٠ مثبتو پېښو سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۱۲۲۶ته لوړه شوې.
مایار زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۱۷۷ تنه بېرته روغ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۲۱ یې په هرات، ۱۵ یې په کندوز، شپږ یې په کابل، څلور يې په لوګر، دوه يې په پنجشير او يوه – يوه يې په تخار او جوزجان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
خو مايار ونه ويل چې په دې وروستيو کې په هېواد کې کوم کس له کرونا څخه مړ شوى, خو تر دې وړاندې ۴۰ کسانو د کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
د يادونې ده چې د ۱۲۲۶ مثبتو پېښو څخه ۴۱۹ یې په کابل، ۳۵۸ یې په هرات، ۱۳۰یې په کندهار، ۵۵ يې په بلخ، ۴۰ یې په نیمروز، ۲۳ یې په کندوز،۲۲ یې په ننګرهار، ۱۷ یې په هلمند، ۱۶- ۱۶یې په کوڼر او لوګر، ۱۵-١٥ يې په پکتیا، لغمان او غزني، ۱۲ یې په بغلان، اته-اته يې په دایکنډي او تخار، اووه-اووه يې په بامیان او فراه، شپږ- شپږ یې په سمنګان او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ویروس پنځه-پنځه پېښې په فاریاب او زابل، څلور يې په میدان وردګو، درې-درې په بادغیس او غور، دوه-دوه په پنجشیر، پروان، جوزجان او پکتیکا او یوه-یوه يې په سرپل، بدخشان او اروزګان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










