منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ۱۳۳۰ کسان پر کرونا اخته، ۴۳ مړه او ۱۸۸ روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ۵ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۹۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره د ټولو ناروغانو شمېره ۱۳۳۰ کسانو ته رسېدلې ده. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په پنځمه پژواک اژانس ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د۳۳۹ شکمنو پېښو له ډلې څخه ۹۵ يې مثبتې وې.

د هغه په وينا, له يادو مثبتو پېښو سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۱۳۳۰ ته لوړه شوې. مایار زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۴۳ کسان مړه او ۱۸۸ نور بېرته روغ شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۵۳ کندهار، ۱۱، کابل، ۱۰ تخار، ۵ ننګرهار، ۵ پنجشیر، ۳هرات، ۲فراه، ۲غزني، په لغمان، دایکنډي، پروان او نیمروز کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده. د يادونې ده چې له۱۳۳۰ مثبتو پېښو څخه ۴۳۰ یې په کابل، ۳۶۱ یې په هرات، ۱۸۳یې په کندهار، ۵۵ يې په بلخ، ۴۱ یې په نیمروز، ۲۳ یې په کندوز،۲۷ یې په ننګرهار، ۱۷ یې په هلمند، ۱۶- ۱۶یې په کوڼر او لوګر، ١٥ يې په پکتیا، ۱۶ لغمان ،۱۷ غزني، ۱۲ یې په بغلان، اته-اته يې په دایکنډي او تخار، ۷ يې په بامیان ،۸ فراه، شپږ- شپږ یې په سمنګان او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ویروس پنځه-پنځه پېښې په فاریاب او زابل، څلور يې په میدان وردګو، درې-درې په بادغیس او غور، دوه پروان، اووه -اووه پنجشیر ، جوزجان او پکتیکا او یوه-یوه يې په سرپل، بدخشان او اروزګان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا