جلال اباد (پژواک ۶ غويی ۹۹): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت د يو شمېر مدني فعالانو په همکارۍ د لرو پرتو ولسواليو خلکو ته له کرونا ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړ.
دوی وايي، ښار ته نږدې ولسواليو او ښاري سيمو کې د عامه پوهاوي ډېر کمپاينونه هم د رسنيو له لارې شوي او هم د مدني ټولنو له لارې ،خو د لرې پرتو ولسواليو خلکو ته لا د کرونا په اړه سم عامه پوهاوی نه دی شوی؛ نو ځکه يې نن لرې پرتو ولسواليو ته د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړ.
د عامه پوهاوي دا کمپاين چې د موټرو په وسيله به لرو پرتو ولسواليو ته ځي د غويي په ۶مه د جلال اباد ښار له پښتونستان څلور لارې پيل شو.
د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وویل، چې د يونيسف ادارې په همکارۍ يې يو شمېر ځوانان استخدام کړي، ترڅو د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د موټرو په وسيله سفر وکړي او خلکو ته د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه عامه پوهاوی وکړي.
نوموړی وايي، په موټرو يې د عامه پوهاوي سټېکرونه او لوډ سپيکرونه لګولي، چې له خلکو سره به د کرونا ويروس په اړه تازه معلومات او همدا راز وقايوي لارښوونې شريکوي.
ده زیاته کړه چې د دې کمپاين په ترڅ کې به علماء کرام هم له جوماتونو څخه خلکو ته د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه عامه پوهاوی وکړي.
د کمپاين یو ګډونوال غيرت الله وايي، چې په ولسواليو کې تلوېزيوني خپرونې نشته؛ نو د موټرو په وسيله عامه پوهاوی غوره کار دی، ترڅو کور په کور خلک له دې ويروس څخه خبر شي او خپلې وقايې ته پاملرنه وکړي.
د يادونې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري په دوولس ولسواليو کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه په بايسکلونو عامه پوهاوی پيل شوی.
دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې په ننګرهار کې تر ۳۰ زیاتې د کرونا مثبتې پېښې ثبت او له امله يې پنځه تنه مړه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










