کابل (پژواک، ٦ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۳۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۰۶ کسان بېرته روغ شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په شپږمه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له ۴۲۳ شکمنو پېښو څخه ۱۳۳ یې مثبتې وې چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۱۴۶۳ته لوړه شوه.
هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۲۰۶ کسان بېرته روغ شوي او ۴۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۲۵ یې په هرات، ۲۱ یې په بلخ، ۲۰ یې په کندهار، ۱۶ يې په کابل، ١٦ يې په پکتيا، اووه يې په نيمروز، شپږ یې په سمنګان، درې - درې په زابل، کاپيسا، لوګر او تخار، دوه - دوه په غور، اروزګان او باميان او يوه - يوه په بغلان، هلمند، ميدان وردګ او پروان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
مايار وايي چې په ټوليزه توګه د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې, خو لا هم خلک دې وژونکې ناروغۍ ته جدي پاملرنه نه کوي.
د يادونې ده چې له ۱۴۶۳ مثبتو پېښو څخه ۴۴۶ یې په کابل، ۳۸۳ یې په هرات، ۲۰۳ یې په کندهار، ۷۶ یې په بلخ، ۴۸ یې په نيمروز ، ۳۶ یې په پکتيا، ۲۳ یې په کندوز، ۲۹ يې په ننګرهار، ۲۵ یې په تخار، ۲۰ یې په لوګر، ۱۸ یې په هلمند، ۱۷ یې په غزني، ۱۵یې په لغمان، ۱۳ یې په بغلان، ۱۲یې په سمنګان، نهه - نهه یې په کاپيسا، دايکنډي او فراه، اته یې په زابل او اووه-اووه یې په پنجشیر او باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس پنځه-پنځه پېښې په فارياب، غور او ميدان وردګو، درې-درې په بادغیس او اروزګان، دوه-دوه په پکتيکا او جوزجان او يوه-يوه په سرپل او بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










