کابل (پژواک، ۶ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویوکسانو شمېره دوه سوه زرو ته او د ناروغانو شمېره یې له دوه میلیونه او ۸۰۰ زرو کسانو اوښتې ده.
د نورو هېوادونو په پرتله امریکا له کرونا څخه ډېره ځپل شوې، چې تر۵۲ زرو زیات کسان هلته مړه او تر۹ سوه زره ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ دوه میلیونه او ۸۰۰ زرو کسان اخته شوي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان مړه شوي چې ډېری یې اروپایي هېوادونو او امریکا کې دي.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې له ۸۰۰ زره زیات کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
تر امریکا وروسته هسپانیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۲۱۹ زره کسان پرې اخته او۲۲۵۰۰ زره کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۱۹۳ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه۲۶ زره ترې مړه شوي، په جرمني کې ۱۵۵ زره پرې اخته او۵۸۰۰ تنه مړه شوي، په فرانسه کې ۱۶۰ زره کسان پرې خته اونږدې ۲۳ زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۱۴۴ زره پرې اخته او۲۰ زره مړه شوي ،په ترکیه کې ۱۰۵ زره پرې اخته او ۲۵۰۰ تنه مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره کسان پرې اخته او ۴۷۰۰ مړه شوي ، په ایران کې۸۸ زره پرې اخته او۵۵۰۰ مړه شوي، په پاکستان کې نږدې ۱۲ زره کسان پرې اخته او۲۵۰ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۲۵ زره پرې اخته او ۷۸۰ تنه مړه شوی ،په سعودي کې۱۵ زره تنه اخته او۱۲۸ تنه مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۱۴۰۰ کسان پرې اخته، ۴۵ تنه مړه او ۲۰۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.