ژبه

افغانستان کې په کرونا له اخته ۱۵۳۱ کسانو، ۵۰ مړه او ۲۰۷ روغ شوي دي

کابل (پژواک، ۷ غويی ۹۹): افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۶۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې شمېر سره هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۵۳۱ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار، نن (د غويي په اوومه) کابل کې خبریالانو ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له ۲۴۲ شکمنو پېښو څخه ۶۸ مثبتې ثابتې شوِ دي.

هغه وایي چې په تازه ثبت شویو مثبتو پېښو کې ۱۳ په غزني،۱۱ په پکتیا، ۹ په پکتیکا، اته په بلخ، شپږ، شپږ په کابل او بادغیس، څلور، څلور په ننګرهار او هرات، درې، درې په لغمان او خوست او یوه په بغلان ولایت کې ثبت شوې ده.

مایار زیاته کړه چې دغو نویو مثبتو پېښو سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۳۱ تنو ته ورسېد.

د ده د معلوماتو له مخې، تر اوسه هېواد کې پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو پنځوس تنه مړه او ۲۰۷ نور بېرته روغ شوي دي.

مايار وايي چې په ټوليزه توګه د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې، خو لا هم خلک دې وژونکې ناروغۍ ته جدي پاملرنه نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له یادو ۱۵۳۱ مثبتو پېښو څخه ۴۵۲ په کابل، ۳۸۷ په هرات، ۲۰۳ په کندهار، ۸۴ په بلخ، ۴۸ په نيمروز، ۴۷ په پکتيا، ۲۳ په کندوز، ۳۳ په ننګرهار، ۲۵ په تخار، ۲۰ په لوګر، ۱۸ په هلمند، ۳۰ په غزني، ۱۸ په لغمان، ۱۴ په بغلان، ۱۲ په سمنګانو، ۱۱ په پکتیکا، نهه - نهه په کاپيسا، دايکنډي، بادغیس او فراه، ۱۹ په کونړ، اته په زابل او اووه- اووه په پنجشیر او باميانو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس پنځه- نځه پېښې په فارياب، غور او ميدان وردګو، څلور په پروان، درې – درې په اروزګان او خوست، دوه په جوزجان او يوه- يوه په سرپل او بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.