ژبه

په نړۍ کې د کرونا له امله دوه سوه زره کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۷غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس د مړو شویوکسانو شمېره له دوه سوه زرو اوښتې اونږدې ۹۰۰ زره بېرته ترې روغ شوي دي. 

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ نږدې درې میلیونه کسان اخته شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان مړه شوي چې ډېری یې اروپایي هېوادونو او امریکا کې دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ٩۰۰ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

له کرونا څخه تر ټولو زیات کسان په امریکا کې مړه شوي، هلته تراوسه ۵۴ زره کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۲۶ زره، په هسپانیه او فرانسه کې ۲۳، ۲۳ زره او په بریتانیه کې ۲۰ زره مړه شوي دي.

د نړۍ دټولو مړو شویو کسانو ۷۵ سلنه یې په یادو پنځو هېوادونو کې مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې, کرونا په هرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړې کې د شپږو او اوو زرو ترمنځ کسان مړه کوي او شاوخوا ۸۰ زره کسان پرې اخته کیږي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰ کسان پرې اخته، ۵۰ تنه مړه او ۲۰۰ تنه بېرته ترې روغ شوي دي.

login or register a new account.