کابل(پژواک، ۸ غویی ۹۹): د تدارکاتو ملي اداره وایي، د کرونا ناروغانو لپاره یې د ۵۰۰ وېنیلیټور ماشینونو د تدارک او د روغتیایي مرکزونو د ترمیم لپاره د ۳۱۳ میلیون افغانیو د تخصیص په ګډون، ۴۹ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې.
د تدارکاتو ملي ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.د ملي تدارکاتو کمېسیون درېیمه غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن په ارګ کې ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، د کمېسیون دې غونډه کې؛۵۰ تدارکاتي موضوګانو باندې بحث وشو چې په پاېله کې ۱۲.۵ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۹تدارکاتي موضوګانې منظور شوې.
د سرچېنې په وینا د ملي تدارکاتو کمېسیون د جبل السراج ماڼۍ او د پغمان د بالا باغ ماڼۍ د بیارغونې پروژو د دوو قرادادونو په اړه پرېکړه وکړه ترڅو د یادو پروژو پېسې چې ۳۱۳ میلیون افغانۍ کېږي؛ هېواد کې د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو د ترمیم او جوړولو ته ځانګړي شي.
په دغه غونډه کې سربېره پردې؛ د ۵۰۰ وېنټیلټور ماشینونو د برابرولو او تدارک پروژه؛ د عامې روغتیا وزارت له لارې د تشخیصیه کیټونو او کرونا وبروس د مصرفي توکو دمستقیمه منظورۍ غوښتنه باندې کمېسیون کې بحث وشو او منظور شوه.
له دغه ماشین څخه هغه مهال کار اخیستل کیږي چې د کرونا ناروغانو ساه بندي زیاته شي او دې سره ورته مصنوعي ساه ورکول کیږي.
سربېره پردې؛ ټرانسپورټ وزارت د سالنګ لویې لارې د سړک د درېیم لاټ د ترمیماتي پروژې د قرارداد د فسخې د منظورۍ غوښتنه د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړه چې د کمېسیون لخوا بېرته وګرځول شوه او یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو د دې موضوع هراړخیزه ارزونه وکړي او راپور یې کمېسیون ته وړاندې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










