کابل (پژواک، ٨ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۷۲نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۲۰ کسان بېرته روغ شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په اتمه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۰۴ شکمنو پېښو څخه ۱۷۲ یې مثبتې وې چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۱۷۰۳ته لوړه شوه.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۲۲۰ تنه بېرته روغ شوي او ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخېې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۳۴ یې په بلخ، ۳۳ یې په هرات، ۲۷ یې په کابل، ۲۱ یې په کندهار، اته-اته یې په پکتيا او بغلان، اووه یې په کندوز، پنځه-پنځه یې په سرپل او غور، څلور-څلور یې په سمنګان او نيمروز، درې-درې یې په فارياب، ننګرهار، خوست او لغمان، دوه یې په هلمند او يوه-يوه یې په پکتيکا او پنجشير ولايتونو کې ثبت شوې دي.
مايار وويل چې په هېواد کې ورځ تر بلې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر پر لوړېدو دی نو خلک بايد جدي پاملرنه وکړي او د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو ته دې پام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له یادو ۱۷۰۲مثبتو پېښو څخه ۴۷۹ يې په کابل، ۴۲۰ يې په هرات، ۲۲۴ په کندهار، ۱۱۰ يې په بلخ، ۵۵ یې په پکتيا، ۵۲ په نيمروز، ۳۶ یې په ننګرهار، ۳۰-۳۰ يې په کندوز او غزني، ۲۵ يې په تخار، ۲۲ یې په بغلان، ۲۱ یې په لغمان، ۲۰-۲۰ یې په لوګر او هلمند، ۱۹ یې په کونړ ۱۶ یې په سمنګان، ۱۲ یې په پکتیکا، لس یې په غور، نهه-نهه په کاپيسا، دايکنډي، بادغیس او فراه، اته-اته يې په زابل، فارياب، خوست او پنجشیر او اووه یې په باميان ولايت کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس شپږ پېښې یې په سرپل، پنځه یې په ميدان وردګو، څلور په پروان، درې یې په اروزګان، دوه يې په جوزجان او يوه یې په بدخشان ولايت کې ثبت شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










