کابل(پژواک، ۸ غویی ۹۹) : ولسمشر اشرف غني وایي، لکه څنګه چې ټولو هېوادوالو د وخت ستر ځواک پر ضد جهاد وکړ او بریا یې ترلاسه کړ، اوس باید د کرونا پر ضد هم په ګډه مبارزه وکړي.
له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د غویي داتمې د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې کړې دي.
هغه د افغانانو د برحقه جهاد د بري د ۲۸ کال په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
ولسمشر ویلي : ((د افغانستان اسلامي جمهوریت زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سلام کوم چې زموږ د پاک جهاد د شهیدانو او مجاهدينو ارمانونه پوره کوي او د افغانستان د خپلواکۍ، امنیت او ثبات لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.))
اشرف غني وایي، د افغانستان د خلکو او پاک جهاد بریا د ټولو هېوادوالو د قربانیو او مبارزې ثمره ده ، ښځو او نارینه وو، د نړۍ دستر زبرځواک پر وړاندې ودرېدل او سترې قربانۍ یې ورکړې.
د هغه په وینا، سږ کال د کرونا ویروس له امله په شاندارو مراسمو کې دا ورځ نه نمانځل کیږي ، خو ددې سترې ورځې خاطرې د هر چا په زوړونو کې شته دي.
ولسمشر ویلي، د تاریخي وياړونو نمانځنه که له یوې خوا د ګران وطن د واقعي خدمتګارانو د قدردانۍ یو فرصت دی، له بلې خوا په ملي کچه د بریاوو او ناکامیو د مطالعې او څېړنې یوه زمینه هم ده.
اشرف غني زیاته کړې : (( زموږ جهاد ځکه کامیاب او برحقه و چې د افغانستان ټول مسلمان ملت په کې شریک و. د کوم خاص ګوند او سیاسي ډلې کار نه و، بلکې ښاري او کليوال، لوستي او نالوستي، خان او غریب، ملا او امي، ښځې او نارینه ټولو په کې ځان شریک احساساوه او د خپل ملت جهاد یې باله. ))
د نوموړي په وینا، اوس هم افغانان کولی شي چې په ملي یووالي سره د تپلې شوې جګړې پر ضد ودریږي او د دوامداره سولې لپاره کار وکړي.
ولسمشر وایي، له بده مرغه افغانستان له تېرو کلونو راهیسې د پردیو د پټو او ښکاره توطیوښکار شوی او موخه یې د هېواد د ملي بنسټونو له منځه وړل دي.
هغه زیاته کړې، دافغانستان اوسنی منتخب حکومت له ټولو ظرفیتونو څخه په کار اخیستنې د روان وضعیت د مدیریت هڅې کوي او له ټولو غواړي ، لکه د جهاد د وختونو په څېر په ګده د کرونا پر ضد هم مبارزه وکړي .
ولسمشر غني یو ځل بیا پر وسله والو مخالفینو غږ کړی چې راشئ خبرو ته سره کېنئ او په دې وغږېږي چې د دې خاورې اصلي مالکان یعنې د دې وطن اوسېدونکي څه غواري؟ دوی په خپل وطن، کلي او کور کې د جګرې او تباهۍ طرفدار دي او که د سولې او خوشحالۍ؟ طبعا دوی د دنیا د بل هر ملک د اوسېدونکو په څېر د خپل کور او وطن تباهي نه غواري. د افغانستان جمهوري دولت د خلکو غوښتنې ته لبیک وایي او د سولې لپاره د هر فرصت هرکلی کوي.
login or register a new account.