ژبه

تازه خبرونه
سعودي د ماشومانو اعدام او مجرمین پر درو وهل لغوه کړل

کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۹) : د سعودي عربستان حکومت په ماشومتوب کې د جرمونو د مرتکبینو اعدام او نورو مجرمینو ته د دورو وهل لغوه کړل.

د سعودي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همدارنګه د دورو وهلو د مخنیوي خبر هم ورکړی دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، یاد  کمیسیونویلي  چې د شاهي فرمان پر اساس د سعودي له جزا قانون څخه دغه مجازات لغوه شول.

د سعودي چارواکو ویلي تر دې وروسته هغه ماشومان چې جنایت ترسره کوي، په لس کاله یا تر هغه کم بند باندي محکوم کیږي چې د خپل بند موده به د ماشومانو په زندان کې تیروي.

د دغه فرمان پر اساس تمه کیږي د هغو شپږو تنو اعدام هم لغوه شي چې دا مهال په زندان کې د مجازاتو په تمه ناست دي.

دغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه کم و د عرب پسرلي پرمهال د حکومت ضد لاریونونو کې یې ګډون کړي وو.

دغه اقدامات په یاد هیواد کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په هدف د عربستان د ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان له هڅو څخه بلل کیږي.

عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اعدام کچه پکې لوړه ده او په هغه هیواد کې د بشري حقونو پر وضعیت تل انتقادونه شوي دي.

په سعودي عربستان کې د قتل، جنسي تیري، وسله والو غلاو، د مخدره موادو د قاچاقبرانو لپاره مجازات اعدام دی.

login or register a new account.