کابل (پژواک، ٩ غويي ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۲۸ کسان بېرته ښه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په نهمه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۶۱ شکمنو پېښو څخه ۱۲۵ یې مثبت دي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۸۲۸ ته لوړیږی.
هغه زیاته کړه تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۲۲۸ تنه بېرته روغ شوي دي او ۵۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۲۱ یې په هرات، ۱۵-۱۵ یې په کابل او کندهار، لس یې په بلخ، نهه یې په لوګر، اته یې په جوزجان، اوه-اوه یې په پنجشېر، لغمان او پکتيا، شپږ-شپږ یې په تخار او غزني، پنځه یې په ننګرهار، دوه-دوه یې په هلمند، ميدان وردګ او کونړ او يوه-يوه یې په بادغیس، کاپيسا او بدخشان ولايتونو کې ثبت شوي دي.
مايار وويل:((د مثبتو پېښو کچه هره ورځ لوړيږي، خلک بايد جدي د وزارت سپارښتنې عملي کړي.))
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له یادو ۱۸۲۸مثبتو پېښو څخه ۴۹۹ يې په کابل، ۴۴۱ يې په هرات، ۲۳۹ يې په کندهار، ۱۲۸ یې په بلخ، ۶۲ یې په پکتيا، ۵۲ يې په نيمروز، ۴۱ یې په ننګرهار، ۳۶ یې په غزني، ۳۱ یې په تخار، ۳۰يې په کندوز ، ۲۹ یې په لوګر، ۲۲-٢٢ یې په بغلان او هلمند، ۲۱-٢١ یې په کوڼر او لغمان، ۱۶ یې په سمنګان ، ۱۵ یې په پنجشېر، ۱۲ یې په پکتیکا، لس-لس یې په غور، بادغیس، جوزجان او کاپيسا، نهه-نهه يې په دايکنډي او فراه، اته-اته يې په زابل او فارياب، اووه-اووه یې په باميان او ميدان وردګو ولايتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ويروس شپږ پېښې په سرپل او خوست، څلور يې په پروان، درې یې په اروزګان او دوه یې په بدخشان ولايتونو کې ثبت شوي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










