منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ١۹۳۹ کسان پر کرونا اخته، ٥٨ مړه او ٢٢٨ بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۲۸ کسان بېرته ښه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په لسمه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۹۳ شکمنو پېښو څخه ۱۱۰ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۱۹۳۹ ته لوړه شوه.

هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۲۲۸ تنه بېرته روغ شوي او ۵۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۵۸ یې په کابل، ۱۵ یې په کندهار، ۱۲ یې په پکتيا، شپږ یې په غزني، پنځه ـ پنځه په ننګرهار او لغمان، درې ـ درې یې په تخار او فراه ، دوه یې په هلمند او يوه یې په کندوز ولايتونو کې ثبت شوې دي.

مايار وويل: ((د مثبتو پېښو کچه هره ورځ لوړيږي، خلک بايد جدي د وزارت سپارښتنې عملي کړي.))

هغه دا هم وويل چې اوس مهال د هېواد په زندانونو کې د کرونا ويروس د عاجلو سمپلو اخيستلو چارې هم پيل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلومات له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۱۹۳۹ مثبتو پېښو څخه ۵۵۲ يې په کابل، ۴۴۱ يې په هرات، ۲۵۴ يې په کندهار، ۱۲۸ یې په بلخ، ۷۴ یې په پکتيا، ۵۲ يې په نيمروز، ۴۶ یې په ننګرهار، ۴۲ یې په غزني، ۳۴ یې په تخار، ۳۳ یې په لغمان، ۳۱يې په کندوز ، ۲۹ یې په لوګر، ۲۴ یې په هلمند، ۲۲ یې په بغلان، ۲۱ یې په کوڼر ، ۱۶ یې په سمنګان ، ۱۵ یې په پنجشېر، ۱۲-۱۲ یې په پکتیکا او فراه، لس-لس یې په غور، بادغیس، جوزجان او کاپيسا، نهه يې په دايکنډي، اته-اته يې په زابل او فارياب، اووه-اووه یې په باميان او ميدان وردګو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس شپږ پېښې په سرپل او خوست، څلور يې په پروان، درې یې په اروزګان او دوه یې په بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا