کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۳۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه تر اوسه ۲۶۰ کسان بېرته ښه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت مرستیال وحيد مجروح د غويي په لسمه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۸۱ شکمنو پېښو څخه ۲۳۲ یې مثبت دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۲۱۷۱ ته لوړه شوه.
هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۲۶۰ تنه بېرته روغ شوي او ۶٤ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۴۵ یې په کندهار، ۴۱ یې په بلخ، ۳۴ یې په هرات، ۲۰ یې په کابل، ۱۲ یې په غزني، لس-لس یې په پکتيا او لوګر، نهه-نهه یې په سمنګان او پنجشير، اته یې په تخار، اووه یې په کندوز، پنځه-پنځه یې په ننګرهار او بغلان، څلور-څلور یې په بادغيس او ميدان وردګ، درې یې په لغمان، دوه-دوه يې په پکتيکا او پروان او يوه-يوه یې په فارياب او سرپل ولايتونو کې ثبت شوې دي.
مجروح وويل: ((د مثبتو پېښو کچه هره ورځ لوړيږي، که چېرې خلک د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو ته پام ونه کړي نو انساني فاجعه به رامنځته شي.))
ده وويل چې د پلچرخي زندان د نهو زندانيانو د کرونا ويروس د معاينې پايله هم مثبت ده خو کېداې شي د دغو کسانو شمېره شاوخوا دوه سوه وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, د هېواد په ټولو ولسواليو کې به د کرونا ناروغانو لپاره تر ۱۰۰ زرو بسترونه چمتو کړاى شي.
دغه راز ده وويل چې په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې به د کرونا ويروس د نمونې اخيستلو شمېره تر لسو زورو ورسيږي او د خوشحالۍ خبره دا ده چې دوى به د کېټونو له کمښت سره هم مخ نه شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۲۱۷۱ مثبتو پېښو څخه ۵۷۳ يې په کابل، ۴۷۵ يې په هرات، ۲۹۹يې په کندهار، ۱۶۹ یې په بلخ، ۸۴ یې په پکتيا، ۵۴ یې په غزني، ۵۲ يې په نيمروز، ۵۱ یې په ننګرهار، ۴۲ یې په تخار، ۳۹ يې په لوګر، ۳۷ يې په کندوز، ۳۶ یې په لغمان، ۲۷ یې په بغلان, ۲۴ یې په هلمند، ۲۱یې په کوڼر ، ۲۶ یې په سمنګان ، ۲۴ یې په پنجشېر، ۱۴ یې په پکتیکا او بادغیس، ۱۲ یې په فراه، ۱۱ یې په ميدان وردګ، لس-لس یې په غور ، جوزجان او کاپيسا، نهه-نهه يې په دايکنډي او فارياب ، اته يې په زابل ، اووه-اووه یې په باميان او سرپل ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس شپږ-شپږ پېښې په خوست او پروان، درې یې په اروزګان او دوه یې په بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










