کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروسه د روغ شویو کسانو شمېره یو میلیونه ته رسېدلې او په ځینو هېوادونو کې د روغ شویو کسانو شمېره مخ په ډېرېدو ده.
د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې په دې اړه شمېرې خپروي، نن تر غرمې مخکې پورې په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ څخه څه دپاسه یو میلیون کسان روغ شوي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۳۰ زره کسان مړه شوي چې ډېری یې اروپایي هېوادونو او امریکا کې دي.
د نورو هېوادونو په پرتله د امریکا متحده ایالاتونه له کرونا څخه ډېر ځپل شوي، چې تر۶۱ زرو زیات کسان هلته مړه او تریو میلیون او۶۰ زره ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
تر امریکا وروسته هسپانیه، ایټالیا، فرانسه، انګلستان او ترکیه ډېر ځپل شوي, په هر یوه دغه هېواد کې له سل څخه تر دوه سوه زرو ډېر کسان اخته او په هر یوه کې تر ۲۰ زرو زیات کسان مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، تر اوسه څه دپاسه دوه زره کسان پرې اخته، ۶۲ تنه مړه او ۲۷۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.