کابل (پژواک، ۱۲ غويی ۹۹): په افغانستان کې د کرونا ويروس د ۱۶۴ نویو مثبتو پېښو په ثبت سره، پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۳۳۵ ته ورسېد او له دې ډلې تر اوسه ۶۸ کسان مړه او ۳۱۰ نور بېرته ښه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار وحیدالله مایار نن کابل کې د دغو څرګندونو تر څنګ خبریالانو ته وویل چې د کووید ۱۹ ناروغۍ یادې ۱۶۴ مثبت پېښې د ۵۶۹ شکمنو پېښو له منځه مثبت تثبیت شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شویو پېښو کې ۴۴ په کابل،۲۴ په هرات، ۴۵ په کندهار، شپږ – شپږ په ننګرهار او جوزجان، څلور- څلور په بلخ، بادغیس او بامیانو، درې – درې په لغمان او سمنګانو، ۱۳ په بغلان، پنځه په کاپیسا، دوه په میدان وردګو او یوه په پروان ولایت کې ثبت شوې دي.
مایار وایي، پر دغې ناروغۍ له اخته ټولو ۲۳۳۵ کسانو څخه ۲۲۸ تنه یې روغتیایی کارکوونکي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۲۳۳۵ مثبتو پېښو څخه ۶۱۷ په کابل، ۴۹۹ په هرات، ۳۴۴ په کندهار، ۱۷۳ په بلخ، ۸۴ په پکتيا، ۵۴ په غزني، ۵۲ په نيمروز، ۵۷ په ننګرهار، ۴۲ په تخار، ۳۹ په لوګر، ۳۷ په کندوز، ۳۹ په لغمان، ۴۰ په بغلان, ۲۴ په هلمند، ۲۱ په کوڼر ، ۲۹ په سمنګانو ،۱۸ په بادغیس، ۲۴ یې په پنجشېر، ۱۴ یې په پکتیکا ، ۱۲ یې په فراه، ۱۳ یې په ميدان وردګ، لس په غور، ۱۶ په جوزجان ،۱۵ په کاپیسا، نهه-نهه په دايکنډي او فارياب، اته په زابل، اووه په سرپل،۱۱ په بامیانو، شپږ په خوست، اووه په پروان، درې په اروزګان او دوه په بدخشان کې ثبت شوې دي.
login or register a new account.