کابل (پژواک، ۱۳غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۷۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې (٧٥) يې په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۱۳ مه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۹۱ شکمنو پېښو څخه ۱۷۹ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۲۴۶۹ ته لوړه شوه.
هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۳۳۱ کسان بېرته روغ او ۷۲ تنه ترې مړه شوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۷۵ يې په کابل، ۲۳ یې په هرات، ۱۸ یې په بلخ، ۱۶ یې په جوزجان، ۱۵ یې په کندهار، ۱۰ یې په غزني، اووه یې په بغلان، څلور یې په تخار، درې يې په غور، پنځه یې په لوګر، دوه یې په زابل او يوه يې په هلمند ولايتونو کې ثبت شوې دي.
مايار وويل:((پخوا ستونزې وې، خو اوس زموږ ظرفيت لوړ شوى، په تېرو لسو ورځو کې پنځه زره شکمنې پېښې چک شوې دي.))
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۲۴۶۹ مثبتو پېښو څخه ۶۹۲ یې په کابل، ۵۲۲ یې په هرات، ۳۱۴ یې په کندهار، ۱۹۱ یې په بلخ، ۸۴ يې په پکتيا، ۶۴ یې په غزني، ۵۲ يې په نيمروز، ۵۷ يې په ننګرهار، ۴۷ یې په بغلان، ۴۶ یې په تخار، ۴۴ یې په لوګر، ۳۹ یې په لغمان، ۳۷ يې په کندوز، ۳۲ یې په جوزجان، ۲۹ یې په سمنګان، ۲۵ يې په هلمند، ۲۴ یې په پنجشير او ۲۱ يې په کوڼر ولايتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ويروس ۱۸ پېښې یې په بادغيس، ۱۵ یې په کاپيسا، ۱۴ یې په پکتیکا، ۱۳-۱۳ یې په ميدان وردګ او غور، ۱۲ یې په فراه، لس یې په زابل، نهه-نهه په دايکنډي او فارياب، اووه-اووه يې په سرپل او پروان، ۱۱ په بامیانو، شپږ يې په خوست، درې يې په اروزګان او دوه يې په بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










