منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هېواد کې د ګوزڼ شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د ګوزڼ شپږ نوې پېښې ثبت شوې چې ورسره په روان کال کې د ټولو پېښو شمېره ۱۱ ته ورسېده. 

د عامې روغتیا وزارت وياند وحیدالله مایار د غویي په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې د پولیو ۶ پېښې د کندهار د شاولی کوټ او غورک، د کونړ د شیګل او شلتن، د بدخشان د یاوان، د بلخ د دهدادي او د هرات د شینډنډ ولسواليو څخه مثبتې راپور شوې دي.

هغه زیاته کړه، له دې ۶ پېښو وړاندې، ۵ نورې مثبتې پېښې هم په روان میلادي کال کې په هېواد کې ثبت شوې وې چې ۳ پېښې یې د سوېلي حوزې( هلمند، زابل او نیمروز) ۱ پېښه د ختیځې حوزې ( لغمان) او ۱ پېښه د لوېدیځې حوزې ( فراه) څخه راپور شوې وې.

مایار وویل، په دې ۶ وروستو پېښو کې یوه ۲ کلنه نجلۍ د بلخ ولایت د دهدادي په ولسوالی کې فلج شوې او نور یې له ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلنۍ هلکان دي.

د نوموړي په وینا، په روان زیږدیز کال کې د پولیو ضد واکسیناسیون دوه پړاوه کمپاینونه د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې پلي شول او د مارچ او اپریل په میاشتو کې د کرونا ویروس د قرنطینه وضعیت له امله پولیو واکسین کمپاینونه وځنډول شول.

دی وایي، له کرونا ویروس سره مبارزه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لومړيتوب کې ده او په دې مبارزه کې یو خوځنده تحرک او د عامو خلکو له خوا ددې ویروس پر وړاندې د مخنيوي اقداماتو رعایتول ډېر زیات اړین دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، د پولیو ویروس هم باید د کورنیو له خوا جدي ونیول شي او که چېرې د پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې واکسین نه شي، ښايي د پولیو پېښې هم په هېواد کې د کرونا ناروغۍ په څېر ناورین رامنځته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا