کابل (پژواک، ۱۴ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې (۶۳) يې په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۱۴ مه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۸۱ شکمنو پېښو څخه ۲۳۵ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۲۷۰۴ ته لوړه شوه.
هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۳۴۵ تنه بېرته روغ شوي او ۸۵ کسان مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۶۳ یې په کابل، ۵۴ یې په کندهار، ۱۹ یې په هرات، ۱۴ یې پنجشېر، ۱۳ یې په تخار، ۱۲ یې په ننګرهار، لس لس یې په سمنګان او غور، نهه یې په بغلان، اووه یې په ميدان وردګ، پنځه- پنځه یې په بادغيس، باميان او لغمان، درې يې په سرپل، دوه-دوه يې په پروان او کونړ او يوه-يوه یې په هلمند او فراه ولايتونو کې ثبت شوې دي.
مايار وويل:((په کابل ولایت کې د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې ډېريږي چې اندېښمنونکى دى.))
ده وويل چې په تېرو پنځو ورځو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو په کچه کې ۳۲ سلنه زيات والی راغلی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, تر اوسه ۲۵۸ روغتيايي کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي.
د هغه په وينا, په کرونا ويروس د اخته کسانو ٢٧ سلنه يې ښځې او پاتې نور نارينه دي چې د ډېرو عمرونه يې د ٣٠ او ٣٩ کلونو ترمنځ دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۲۷۰۴ مثبتو پېښو څخه ۷۵۵ یې په کابل، ۵۴۱ یې په هرات، ۳۶۸ یې په کندهار، ۱۹۱ یې په بلخ، ۸۴ يې په پکتيا، ۶۹ یې په ننګرهار، ۶۴ یې په غزني، ۵۹ یې په تخار، ۵۶ یې په بغلان، ۵۲ يې په نيمروز، ۴۴-۴۴ یې په لوګر او لغمان، ۳۹ یې په سمنګان، ۳۸ یې په پنجشېر، ۳۷ يې په کندوز، ۳۲ یې په جوزجان او ۲۶ يې په هلمند ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس ۲۳-۲۳ پېښې یې په بادغيس، کونړ او غور، ۲۰ یې په ميدان وردګ،۱۶ یې په باميان، ۱۵ یې په کاپيسا، ۱۴ یې په پکتیکا، ۱۳ یې په فراه، لس- لس یې په زابل او سرپل، نهه-نهه يې په دايکنډي، فارياب او پروان، شپږ يې په خوست، درې يې په اروزګان او دوه يې په بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










