ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين: په درېيو ولايتونو کې ٦٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي مسوولين: په درېيو ولايتونو کې ٦٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 May 2020 - 13:06
امنيتي مسوولين: په درېيو ولايتونو کې ٦٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 May 2020 - 13:06

کابل (پژواک، ١٥ غويی ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې په هلمند، پکتيکا او غزني ولايتونو کې ٤٥ طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ له لوري د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ جګړه شوې ده.

سرچينه وايي چې په دغه جګړه کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو مشهور قوماندان سيف الخالد هم شامل دى خو افغان ځواکونو ته په دغه جګړه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې, په پکتيکا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ٢٠٣ تندر قول اردو له لوري پژواک ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د سروبي ولسولۍ په منګاره سيمه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي چې امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه په شا تمبولي چې په ترڅ کې يې ١٧ طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله, په دغه جګړه کې دوه ميله راکټ انداز، دوه ميله پيکا، دوه ميله کلاشينکوفونه او يو شمېر نور مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او د اوو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

همدارنګه د تندر قول اردو په يوې بلې اعلاميې کې راغلي چې په غزني کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرچينه وايي چې تېره شپه د غزني ښار په ناني او شاليز او د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د خبرپاڼې په حواله, په دغو جګړو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

بل لورته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.