کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹) : روسیي رسنۍ وایي چې په یوه ورځ شاوخوا لس زره کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې ورسره په دغه هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېره له سل زرو اوښتې ده.
د روسي دولتي اژانس د حکومتي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې پرون یکشنبه په دغه هېواد کې لس زره کسان پر کرونا اخته شوي، چې هلته په یوه ورځ کې تر ټولو زیاته شمېره ده.
سرچینې زیاته کړې چې هلته پرون یکشنبه ۱۰۶۳۳ تنه پر کرونا اخته شوي چې ورسره په روسیه کې د ټولو ناروغانو شمېره ۱۳۵ زرو کسانو ته رسېدلې ده.
خو په روسیه کې د مړو شویو کسانو شمېره ټیټه او هلته ټول ۱۲۸۰ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
د یادونې ده، چې تر دې مخکې د روسیې لومړی وزیر هم پر کرونا اخته شوی و.
بلخوا دامریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې درې نیم ميلیونه او ۶۸ زره کسان پر کرونا اخته ، ۲۴۸ زره کسان مړه ، یو میلیون او ۱۶۰ زره کسان بېرته روغ شوي دي.
په امریکا کې تر ټولو زیات کسان پر کرونا اخته او مړه شوي دي. هلته نږدې ۱۲۰۰ زره کسان اخته او ۶۹ زره کسان مړه شوي دي.
دغه راز ایټالیا، هسپانیه، فرانسه، جرمني او ترکیه هغه هېوادونه دي چې له کرونا څخه ډېر ځپل شوي دي.
په پاکستان کې هم د کرونا ناروغانو شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی او ۴۵۰ نور کسان مړه شوي دي.
login or register a new account.