کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹) : پاکستان په افعانستان کې د یوه ټولشموله سیاسي جوړښت رامنځته کولو او له ټولو خواوو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، پاکستان تل دیوه سوله ییز او با ثباته افغانستان غوښتنه کړې چې دغه کار د سیمې او ټولۍ نړۍ په ګټه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا او طالبانو تړون چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په قطر کې لاسلیک شو، د سولې او بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره مهم اقدام و.
سرچینې زیاته کړې : (( موږ باوري یو، چې دافغانستان د سولې پروسې د بریا لپاره د ټولو اړخونو له خوا دتاوتریخوالي کمول اړین دي، دغه راز د کرونا پر ضد مبارزه او د روژې مبارکې میاشتې راتګ له تاوتریخوالي پرته فضا لپاره اړینه ده.))
پاکستان هیله مند دی چې د ټولو افغانانو ترمنځ سیاسي پخلاینه رامنځته شي ترڅو د سولې او ثبات لپاره د افغانانو هیلې پر ځای شي.
په خبرپاڼه کې راغلی، پاکستان به له خپل اړخه دیوه دیموکرات، سوله ییز او با ثبات افغانستان لپاره هلې څلې جاري ساتي .
د یادونې ده چې امریکا، ناټو، اروپایي ټولنې، داسلامي هېوادونو سازمان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو د کرونا او روژې له امله داوربند غوښتنې کړې، خو طالبانو رد کړې دي.
login or register a new account.