منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ۲۸۹۴ کسان پر کرونا اخته، ۹۰ مړه او ۳۹۷ بېرته روغ شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۹۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې (۴۱ ) يې په پکتيا ولايت کې دي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيدالله مجروح د غويي په ۱۵ مه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴۹۸ شکمنو پېښو څخه ۱۹۰یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۲۸۹۴ ته لوړه شوه.

هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۳۹۷ تنه بېرته روغ شوي, خو ۹۰ کسان ترې مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۴۱ یې په پکتيا، ۳۰ یې په هرات، ۲۵ یې په کندهار، ۲۴ یې په کابل، ۱۹ یې په لغمان، ۱۳ یې په ننګرهار، لس یې په بلخ، نهه یې په سمنګان، شپږ یې په سرپل، پنځه یې په کونړ، درې یې په زابل، دوه یې په پکتيکا او يوه-يوه یې په خوست، ارزګان هلمند او نيمروز ولايتونو کې ثبت شوې دي.

مجروح وويل:((په کابل او ټولو ولايتونو کې زموږ د اندېښنې ګراف ډېر زيات لوړ دی, موږ ډېر اندېښمن يو ځکه خلک تر اوسه هم کرونا جدي نه نيسي.))

د مجروح په وينا, په ټول هېواد کې د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره له اړتيا سره سم چمتوالى نيول شوى دى.

دغه راز ده زياته کړه چې د نړيوال بانک په مرسته به د کرونا ويروس د تشخيص د لابراتوارونو شمېره ۱۵ ته ورسيږي چې له دې سره به د کرونا ويروس د تشخيص شمېره هم لوړه شي.

په دغه غونډې د نړيوال روغتيايي سازمان استازي نجيب الله ساپي وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان ژمن دى چې له عامې روغتيا وزارت سره د لرو پرتو او په صعب العبوره ولايتونو کې د کرونا ويروس د تشخيص د لابراتوارونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د نوموړي په وينا, په راتلوونکو دوه اوونيو کې به درې په کابل، يو په خوست او يو هم په کندوز کې د کرونا ويروس د تشخيص لابراتوارونه جوړ کړاى شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۲۸۹۴ مثبتو پېښو څخه ۷۷۹ یې په کابل، ۵۷۱ یې په هرات، ۳۹۳ یې په کندهار، ۲۰۸ یې په بلخ، ۱۲۵ يې په پکتيا، ۸۲ یې په ننګرهار، ۶۴ یې په غزني، ۵۹ یې په تخار، ۵۶ یې په بغلان، ۵۵ یې په لغمان، ۵۲ يې په نيمروز، ۴۸ یې په سمنګان، ۴۴ یې په لوګر، ۳۸ یې په پنجشېر، ۳۷ يې په کندوز، ۳۲ یې په جوزجان او ۲۷يې په هلمند ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۲۸ پېښې یې په کونړ، ۲۳ یې په غور، ۲۰ یې په ميدان وردګو، ۱۹ یې په بادغيس، ۱۷ یې په فراه، ۱۶-۱۶ یې په باميان, سرپل او پکتيکا، ۱۵ یې په کاپيسا، ۱۳ يې په زابل، نهه-نهه په دايکنډي، فارياب او پروان، اووه يې په خوست، څلور یې په اروزګان او دوه يې په بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا