جلال اباد (پژواک, ۱۶ غويی ۹۹): د ننګرهار د شينوارو (غني خېلو) ولسوالۍ سلګونه مېرمنې وايي، له دوی سره تراوسه د کرونا له فنډه هيڅ مرسته نه ده شوې او په همدې غبرګون يې نن لاریون وکړ.
خو د ننګرهار ولايتي اداره وايي چې د کرونا فنډ له مرستو تر اوسه يادې ولسوالۍ ته هېڅ مرستې نه دي انتقال شوي, ځکه خو لا يادو خلکو ته هم مرستې نه دي رسېدلي.
دغو سلګونو مېرمنو او ماشومانو د غويي په ۱۶مه د غني خېلو ولسوالۍ پر لاره لاریون وکړ او غوښتنه يې کوله چې دوی ته دې په مرستو کې خپل حق ورکړل شي.
د لاریون تنظيموونکې مېرمن شيرينه وايي، بېلابېلو لېستونو کې يې نومونه ليکل شوي، په ځلونو مرستې وشوې خو دوی ته ور ونه رسېدلې.
هغې وويل، په ولسوالۍ کې څو ځلې مرستې ووېشل شوې ,خو يا ملکانو خپلو کې تقسيم کړې او يا يې هغو خلکو ته ورکړې چې کاروبار لري او د موټرو خاوندان دي.
د نوموړې په وينا, مظاهره کوونکې مېرمنې چې شمېر يې د شپږو سوو په شاوخوا کې دی، زياتره يې کونډې دي او سلګونه يتيمان ورترغاړې دي.
د مېرمن شيرينې په خبره, له يوې خوا د قرنطين له امله کارونه تړل شوي او له بلې خوا راغلې مرستې هم په شفاف ډول نه وېشل کېږي چې دوی يې خپل حق غوښتلو او سړک تړلو ته مجبور کړل.
يادو مېرمنو دوه ورځې وړاندې هم دغه لاره تړلې وه او نن يې ګواښ وکړ, تر هغه چې مرستې ور ونه رسېږي نو دوی به لار نه خلاصوي او که اعتراضونو يې دوام پيدا کړ, نو د جلال اباد – تورخم لويه لاره به هم د ترافيکو پر مخ وتړي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې شينوارو ولسوالۍ ته تر اوسه له کرونا فنډ څخه مرستې نه دي انتقال شوي.
دی وايي، هلته چې کومې مرستې وېشل کېږي يو شمېر خيريه ټولنې او موسسات يې وېشي چې ټولې چارې يې خپله هماغه ادارې مخې ته وړي دا چې چاته مرسته رسوي د هغوی خپل کار دی.
خوږياڼي ډاډ ورکړ چې د کرونا فنډ او نورې هغه دولتي مرستې چې يادې ولسوالۍ ته ځانګړې شوې دي اړمنو او حقدارو کورنيو ته به رسول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










