منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عامې روغتیا وزیر یوه موسسه کې خپل پخوانی همکار وزارت مرستیالۍ ته معرفی کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

کابل(پژواک، ۱۶ غويی٩٩):د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ څوکۍ ته هغه کس معرفي کړی چې مخکې وزیر ته په منسوب موسسه (GIA)کې د هغه د مالي برخی مسوول و.

شفیق الله شهیم د وري په ۲۷مه د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر فېروزالدین فېروز په وړاندیز او د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شوی دی.

یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک ته د یوه سند کاپی ورکړې چې ښیي په ۱۳۸۸ لمریز کال کې فېروزالدین فېروز د افغانستان د حکومتولۍ د ځواکمنولو موسسې (GIA) رییس، ناطق کیهان یې مرستیال او شفیق الله د همدغه موسسې مالي مسوول دی.

یادې سرچینې پژواک ته وویل:"شفیق الله شهیم د عامې روغتیا وزارت د « HSS» ادارې مسوول او د غیر اختیاري پراختیايي بودیجې همغږی کوونکی (AID coordination) هم دی،خو په مالي او ادارې په برخه کې هېڅډولپوهه اوتجربهنه لري."

شفیق الله شهیم پژواک خبري اژانس ته وویل:"۱۱کاله وړاندې د جي آی اې(GIA) موسسې مالي مسوول وم خو مخکې له دې چې حکومتي دنده واخلم له هغې دندې مې استعفا ورکړه، چې د اقتصاد په وزارت کې ښايي هر په دې اړه معلومات موجود وي."

دی وايي چې جي آی اې یوه غیر انتفاعي موسسه ده چېپه چا پورې اړه نه لري، د فعالیت تر ختمېدو وروسته یې ټوله پانګه دولت ته تسلیمیږي او د روغتیا وزیر هم کلونه مخکې ترې استعفا کړې ده.

د عامې روغتیا له وزیر سره مو اړیکه ټینګه نه شوه، خو د دغه وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار واييچې دا موضوع مخکې تېره شوې اوپه اړه یې باید د اقتصاد وزارت ځواب ورکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند یونس سالکوایي، د افغانستان د حکومتولۍ د ځواکمنولو موسسه (GIA) له دغه وزارت سره په ۱۳۸۸ کال کې ثبت ده.

د هغه د معلوماتو له مخې،  په لومړیو کې فیروز الدین فیروز د دغې موسسې رئیس، ناطق کیهان یې مرستیال او شفیق الله‌ یې د مالي برخې مسوول و.

دی وايي:"کله چې فیروز الدین فیروز په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د روغتیا وزارت لپاره نوماند معرفي شو، د یوه رسمي لیک له مخې یې د موسسې له ریاست نه استفا وکړه او وروسته د اجمل سباوون په نوم یو کس د دغې موسسې د رئیس په توګه وټاکل شو چې تر اوسه د یادې موسسې د رئیس په حیث دنده ترسره کوي."

هغه زیاته کړه، شفیق الله شهیم د ۱۳۹۵ لمریز کال د وري په میاشت کې په دغه موسسه کې خپله دنده پرېښې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا