منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سویډن کمېټه: افغانستان کې دې د میندو مړینو کمولو ته پام وشي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹): په افغانستان کې د سویډن کمېته د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د زېږون پر مهال د میندو مړینه او د قابلو کموالی په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.

د یادونې وړ ده چې هر کال د مې پنځمه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د قابلو ورځې په نوم نمانځل کېږي، خو سږ کال د کرونا ویروس خپرېدو له امله دغه ورځ ونه نمانځل شوه.

سویډن کمېټې دغه ورځ ارزښتناکه بللې او د میندو خدمتونو برخه کې یې د قابلو رول مهم ګڼلی دی.

سرچینې په افغانستان کې د میندو مړینه یوه ستونزه بللې چې باید هغې ته رسېدنه وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې هر کال له هرو سل زره ښځو ۶۶۱ یې د زېږون پر مهال د بېلابېلو دلایلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه وزارت وایي چې د عامې روغتیا وزارت په تېرو پنځو کلونو کې تر ۷زره ډېرې قابلې او نرسانې روزلې او دمګړۍ د افغانستان په ۹۰ سلنه مرکزونو کې یوه یوه قابله توظیف شوې ده.

سویډن کمېټه وایي چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې په کندوز، سرپل، میدان وردګ، سمنګان او لغمان ولایتونو کې ۴۰۱ قابلې روزلې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دمګړۍ د میدان وردګو په روزنیزو مرکزونو کې ۲۵ روزونکې تر روزنې لاندې دي او د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې به فارغې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې له شوو پرمختګونو سره سره د قابلو کموالی د یوې ننګونې په توګه پر ځای پاتی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا