منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ۳۲۲۴ کسان پر کرونا اخته، ۹۵ مړه او ۴۲۱ بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۳۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې (۵۹ ) يې په هرات ولايت کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۱۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۳۱ شکمنو پېښو څخه ۳۳۰ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۳۲۲۴ ته لوړه شوه.

هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۴۲۱ تنه بېرته روغ شوي او ۹۵ کسان ترې مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۵۹ یې په هرات، ۴۵ یې په کابل، ۴۱ یې په کندهار، ۳۸ یې په بلخ، ۲۶ یې په پکتيا، ۱۳ یې په ننګرهار، ۱۲ یې په پنجشېر، ۱۱-۱۱یې په لغمان او تخار، لس-لس یې په لوګر او سمنګان، نهه یې په پکتيکا، اووه یې په پروان، شپږ یې په فارياب، پنځه-پنځه یې په غزني، کندوز او کونړ، څلور-څلور یې په کاپيسا او ميدان وردګو، درې-درې یې په زابل او بدخشان، دوه یې په فراه او يوه یې هم په هلمند ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۳۲۲۴ مثبتو پېښو څخه ۸۲۴ یې په کابل، ۶۳۰ یې په هرات، ۴۳۴ یې په کندهار، ۲۴۶ یې په بلخ، ۱۵۱ يې په پکتيا، ۹۵ یې په ننګرهار،۷۰ یې په تخار، ۶۹ یې په غزني، ۶۶ یې په لغمان، ۵۸ یې په سمنګان، ۵۶ یې په بغلان، ۵۴ یې په لوګر، ۵۳ يې په نيمروز، ۵۰ یې په پنجشېر، ۴۲ يې په کندوز، ۳۳ یې په کونړ، ۳۲ یې په جوزجان او ۲۸ يې په هلمند ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۲۵ مثبتې پېښې یې په پکتيکا، ۲۴ یې په ميدان وردګو، ۲۳ يې په غور، ۱۹-۱۹ یې په بادغيس او فراه، ۱۶-۱۶ یې په باميان، پروان او سرپل، ۱۵-۱۵ یې په کاپيسا او فارياب، ۱۳ يې په زابل،، نهه یې په دايکنډي، اووه يې په خوست، پنځه یې په بدخشان او څلور یې په اروزګان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا