کابل (پژواک، ۱۷ غويي ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۶۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې (۶۷) يې په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰۱ شکمنو پېښو څخه ۱۶۸ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۳۳۹۲ ته لوړه شوه.
هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۴۵۸ تنه بېرته روغ شوي او ۱۰۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۶۷ یې په کابل، ۳۲ یې په هرات، ۱۴ یې په کندهار، ۱۱ یې په ننګرهار، نهه-نهه یې په لغمان او فارياب، اته یې په لوګر، څلور-څلور یې بلخ، پکتيا او بغلان، دوه یې په کونړ او يوه-يوه یې په هلمند، سمنګان، سرپل او نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۳۳۹۲ مثبتو پېښو څخه ۸۹۱ یې په کابل، ۶۶۲ یې په هرات، ۴۴۸ یې په کندهار، ۲۵۰ یې په بلخ، ۱۵۱ يې په پکتيا، ۱۰۶ یې په ننګرهار، ۷۵ یې په لغمان، ۷۰ یې په تخار، ۶۹ یې په غزني، ۶۲ یې په لوګر، ۶۰ یې په بغلان، ۵۹ یې په سمنګان، ۵۳ يې په نيمروز، ۵۰ یې په پنجشېر، ۴۲ يې په کندوز، ۳۵یې په کونړ، ۳۲ یې په جوزجان او ۲۷-۲۷ يې په هلمند او فارياب ولايتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ويروس ۲۵ پېښې یې په پکتيکا، ۲۴ یې په ميدان وردګو، ۲۳ پېښې یې په غور، ۱۹-۱۹ یې په بادغيس، کاپيسا او فراه، ۱۷ یې په سرپل، ۱۶-۱۶ یې په پروان او زابل،، نهه یې په دايکنډي، اووه يې په خوست، پنځه یې په بدخشان، څلور یې په اروزګان او يوه يې هم نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د يادونې ده چې نن د لومړي ځل لپاره په نورستان ولايت کې هم د کرونا مثبته پېښه ثبت شوه چې په دې سره د افغانستان ټولو (٣٤) ولايتونو ته د کرونا ګواښوونکی او وژونکى ویروس ورسېد.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










