ژبه

د روغتیا نړیوال سازمان: حکومتونه دې د ګرځبندیز پر لرې کولو له احتیاطه کار واخلي

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : د روغتیا د نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی، چې که هېوادونه د کرونا له امله د لګول شوي قرنطین په اړه په احتیاط سره پرېکړه ونه کړي، نو د ویروس د بیا پراخېدو امکان شته دی. 

د یادې ادارې مشر ټیډروس ګبریاسس په جینوا کې د کرونا ویرس په اړه یوې خبري غونډې ته ویلي : " که چیرې هېوادونه له احتیاط څخه کار وانخلي، ډېر امکان شته چې د ویروس له پراخېدو سره یو ځل بیا قرنطین او ګرځبندیز ته اړتیا پیدا شي."

هغه زیاته کړې، هېوادونه باید د سفري بندیزونو له لرې کولو مخکې یو شمېر جدي ګامونه واخلي، د بېلګې په توګه باید د څارنې او کنټرول سیستم پر ځای وي او د روغتیايي سیستم فعالتیا باوري شي.

د نوموړي په وینا، د کرونا وبا به بالاخره پای ته ورسېږي خو کاروبارونو ته به بېرته ورتګ عادي نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هندوستان کې په روانه اوونۍ کې د محدودیتونو له لرې کېدو سره له کرونا څخه د مرګ ژوبلې په شمېرو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شوی او دا ویروس په چټکۍ سره وروسته له هغه خپور شو کله چې خلک بېرته سړکونو ته را ووتل.

په دغه هېواد کې چې نفوس یې ۱۳۰۰ میلیونه دی، تر اوسه ۵۲ زره کسان پر کرونا اخته او ۱۷۰۰ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان حکومت هم په لویو ښارونو کې ګرځبندیز لګولی او خلک یې کورونو کې قرنطین کړي، خو بیا هم په سمه توګه نه عملي کیږي چې له امله یې هره ورځ د کرونا ناروغانو شمېره لوړیږي.

تر اوسه په افغانستان کې ۳۵۶۳ کسان پر کرونا اخته او ۱۰۶ تنه مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې درې میلیونه او څه دپاسه ۸۰۰ زره کسان پر کرونا اخته او تر ۲۶۵ زرو څخه ډېر کسان مړه شوي دي.

login or register a new account.