منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ۳۵۶۳ کسان پر کرونا اخته، ۱۰۶ مړه او ۴۶۸ بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۸ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۱۷۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې (۴۵) يې په هرات کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۱۷ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۱۲ شکمنو پېښو څخه ۱۷۱ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۳۵۶۳ ته لوړه شوه.

هغه زیاته کړه, تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۴۶۸ تنه بېرته روغ شوي خو ۱۰۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شویو پېښو کې ۴۵ یې په هرات، ۳۴ یې په کابل، ۱۸ یې په پکتیا، ۱۶ یې په کندهار، ۱۵ یې په بادغیس، ۱۳ یې په بامیان، لس یې په غزني، نهه یې په میدا وردګو، درې-درې په بدخشان او پنجشېر، دوه-دوه یې په لوګر او زابل او یوه یې هم په خوست ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۳۵۶۳ مثبتو پېښو څخه ۹۲۵ یې په کابل، ۷۰۷ یې په هرات، ۴۶۴ یې په کندهار، ۲۵۰ یې په بلخ، ۱۷۳ يې په پکتيا، ۱۰۶ یې په ننګرهار، ۷۵ یې په لغمان، ۷۹ یې په غزني، ۷۰ یې په تخار، ۶۴ یې په لوګر، ۶۰ یې په بغلان، ۵۹ یې په سمنګان، ۵۳-۵۳ يې په نيمروز او پنجشېر، ۴۲ يې په کندوز، ۳۵ یې په کونړ، ۳۴ یې په بادغیس، ۳۳ یې په میدان وردګو، ۳۲ یې په جوزجان، ۲۸ یې په بامیان او ۲۷-۲۷ يې په هلمند او فارياب ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۲۵ پېښې یې په پکتيکا، ۲۳ یې په غور، ۱۹-۱۹ یې په کاپيسا او فراه، ۱۸ یې په زابل، ۱۷ یې په سرپل، ۱۶ یې په پروان، نهه یې په دايکنډي، اته-اته یې په بدخشان او خوست، څلور یې په اروزګان او يوه يې هم په نورستان ولايت کې ثبت شوې دي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا