کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : په جنیوا کې یوه نړیواله اداره وایي چې په ټوله نړۍ کې ۹۰ زره روغتیایي کار کوونکي پر کرونا اخته او ۲۶۰ تنه نور له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
په جنیوا کې د نرسانو نړیوالې شورا ( ای سی این ) له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حکومتونو له لوري په دې برخه کې سم معلومات نه شریکیږي او ممکن یادې شمېرې له دې هم لوړې وي.
سرچینې د روغتیایي کارکوونکو پر وړاندې ستره ننګونه د حکومتونو بې پروایي او د وقایوي وسایلو او توکو کموالی او نشتوالی په ګوته کړی دی.
د یادې ادارې اجراییوي رییس هاورډ کیټن ویلي چې اړونده حکومت پر کرونا د اخته روغتیایي کارکوونکو په اړه مستند معلومات نه ورکوي.
د هغه په وینا، تر اوسه له کرونا ۲۶۰ روغتیایي کارکوونکي مړه او ۹۰ زره پرې اخته شوي او دا معلومات یې له ۳۰ هېوادونو راټول کړي، په داسې حال کې چې کرونا شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو ته رسیدلې ده.
کیټن ویلي، چې له دوی سره د ۱۳۰ هېوادونو ۲۰ میلیونه روغتیایي کارکوونکي (نرسان، او نرسانې) راجستر دي او اټکل کیږي چې یاده شمېره له دې څو برابره لوړه وي.
د هغه په وینا، په ټوله نړۍ کې نږدې څلور میلیونه کسان پر کرونا اخته شوي ، که چېرې د روغتیایي کارکوونکو شپږ سله هم پر کرونا اخته شوي، نو دا شمېره دوه سوه زرو څخه لوړیږي.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددوی له ۱۹۴ غړي هېوادونو څخه ټول یې د کرونا په اړه معلومات نه شریکوي .
دغې ادارې تېره میاشت ویلي و، چې په ټوله نړۍ کې ۲۲ زره روغتیایي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وایي چې په هېواد کې تر اوسه شپږ تنه روغتیایي کارکوونکي د کرونا له امله مړه او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
login or register a new account.