کابل (پژواک، ٢٠ غويی ٩٩): د پژواک د موندنو له مخې، په افغان_ جاپان روغتون او مرکزي لابراتوار کې د کرونا ويروس د يو شمېر ناروغانو سمپلونه ورک او يا هم کډوډېږي چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
په کابل کې د کرونا ويروس معلومولو ټسټ په درېيو ځايونو، مرکزي لابراتوار، افغان جاپان روغتون او د کرنې وزارت له لوري عامې روغتيا وزارت ته په ورکړل شوي لابراتور کې ترسره کېږي.
پژواک خبري اژانس د يادو ټسټونو ورکېدو او يا هم ګډوډيو په اړه ځيني اسناد ترلاسه کړي او ترڅنګ يې له ځينو کسانو سره مرکې هم کړې دي.
د کابل ښار د کارته نو سيمې اوسېدونکى تميم د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خاله د زوى ټسټ يې ورک شو او د دويم ځل لپاره يې بيا وينه ورکړه.
هغه وايي: ((نږدې ٢٥ ورځې مخکې د کرونا له معلوماتي ١٦٦ شمېرې سره مو اړيکه ونيوه ځاى يې راته مشخص کړ، خپل د خاله زوى مو ور وست، هلته يې د ټسټ لپاره وينه واخيسته خو د يوې اوونۍ په تېرېدو سره يې نتيجه معلومه نه شوه، ډېرې هلې ځلې مو وکړې، بالاخره يې راته وويل چې ورک شوى، بيا وينه ورکړئ، بيا مو وينه ورکړه، تر اوسه يې نتيجه نه ده راغلې، خو د خداى پاک شکر دى چې د خاله زوى مې اوس ښه شوى دى.))
يو بل ډاکټر چې ځان جرفين بولي، په يوې خپره کړې ويډيو کې ويلي، چې د افغان جاپان روغتون ترڅنګ د کابل په ټولو روغتونونو کې د مصنوعي تنفس يوه فعاله دستګاه هم شتون نه لري، څو د کرونا ويروس د سختو ناروغانو په درملنه کې ترې کار واخيستل شي.
ده زياته کړه: ((داسې ډاکټران هم ډېر کم دي چې وکولاى شي چې له دغه ډول وسايلو پر وخت او سمه استفاده وکړي.))
دى وايي: ((د کرونا پر وړاندې د مبارزې کمېټه چې د ولسمشر د سلاکار وحيد عمر تر مشرۍ لاندې جوړه شوې، د کرونا ټسټونه يې سياسي کړي، يواځې د وزيرانو او رييسانو د کورنيو د غړو د کرونا ټسټونه ترسره کوي، د نورو خلکو ټسټونه د عراضو او علايمو پر اساس اعلانوي.))
نوموړى د بېلګې په توګه په کابل کې د کرونا ويروس له امله د يوه مړه شوي ډاکټر اقبال عمري يادونه کوي او وايي: ((تر وروستيو شېبو پورې يې دغه ډاکټر ته د تنفس مصنوعي دستګاه نصب نه کړه، د خاله زوى يې چې هغه هم متخصص ډاکټر دى او له هغه سره بستر و، وينه يې ورته ټسټ نه کړه، يواځې د ډاکټر عمري ښځه چې امیدواره هم ده، ټسټ يې اخيستل شوى، خو تر اوسه يې نتيجه نه ده معلومه شوې.))
د کابل ښار يو اوسېدونکی ابراهيمي وايي چې کور کې ورته ناروغ پيدا شو، د کرونا له معلومې شمېرې ١٦٦ سره یې اړيکه ونيوه، هغوى ورته ويلي چې خوشحال خان کې د شيخ المشايخ لېسې ته ورشئ، هلته د دوى ډاکټران شته، مرسته درسره وکړي.
هغه وايي: ((زه چې هلته ورغلم، ډاکټران په حويلۍ کې ناست وو، زما د مريض ستونى يې چک کړ، خو وينه يې د معاينې لپاره وانه خيسته، راته يې وويل چې وينه يواځې د وي اى پي (VIP) کسانو اخيستل کېږي، ته هم وزير ته و ږوايه چې تا هم وي اى پي کسانو کې ونيسي.))
د کرونا د ټسټ او په اړوند برخه کې لسګونو نورو کسانو هم پژواک ته خپل بېلابېل شکايتونه استولي دي.
د اړوندې موضوع په اړه پژواک د افغان-جاپان روغتون د رييس ډاکټر حکيم الله صالح يو غږ هم ترلاسه کړى دى.
هغه په دغه غږ کې وايي: ((سمه ده وروره هغه کېږي، ځکه چې هغه زموږ په واک کې دى، زموږ په لابراتور کې چک کېږي، نتیجه نن شپه يا سبا ته راځي.... خو مخکې چې و، دلته ډېره ګډوډي وه، په نومونو کې ستونزه وه، د نومونو په ليکلو کې ستونزه وه، معاينې بېخې ډېرې وې، په لابراتوار کې ورکېدې، دغه ستونزې وې نو ځکه ستاسو سمپل هم ورک شوى دى، سبا به يې وګورو که چېرې نه و، بيا به يې په اړه پرېکړه وکړو.))
خو نوموړي نن پژواک ته وويل چې دغه ستونزه په لومړيو کې موجوده وه، اوس حل شوې ده.
هغه زياتوي: ((پخوا دا ستونزوه وه چې ځيني سمپلونه ورک شوي وو، معاینات ګډوډ وو؛ ځکه پخوا د کرونا اوازې زیاتې وې او خلک یې په تشویش کړي وو، نو د معایناتو لوډ زیات وو، نو ځکه ځيني معاینات ورک او يا هم ګډوډ شوي وو.))
د صالح په وینا، اوس مهال په افغان جاپان روغتون کې د پی سي ار د نوي ماشین په فعالېدو سره دغه ستونزه حل شوې ده.
دى په ډاډ سره وايي چې په دغه روغتون کې په زور او واسطې سره د هېچا وينه د ټسټ لپاره نه اخيستل کېږي.
د يادو څرګندونو په اړه د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار پژواک ته وويل چې په مرکزي لابراتوار کې د سمپلونو اخيستو برخه کې ستونزې شته، خو افغان-جاپان روغتون کې بيا کومه ستونزه نشته ده.
ده وویل: ((افغان جاپان تر تېرې اوونۍ پورې ټسټ نه کاوه، خو مرکزي لابراتوار کې ځيني ستونزې موجودې دي، د ځينو کسانو سمپلونه بېځایه شوي وو خو بېرته مو پیدا کړل او اوس ستونزه حل ده.))
مايار دا هم وويل چې د کرونا ويروس د ټسټ او درملنې په برخه کې زورواکي او واسطه لرونکي کسان وزارت ته ستونزې جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز هم ويلي وو چې يو شمېر زورواکي پر ډاکټرانو په زور د خپلو کسانو د کرونا سپملونه چک کوي.
د يادونې ده، تر اوسه په ټول هېواد کې ٤٠٣٣ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي چې له دې شمېرې ١١٥ يې مړه شوي او ٥٠٢ تنه يې بېرته ښه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










