منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې له هوټلونو پرته قرنطين پای ته ورسېد

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

 جلال اباد (پژواک, ۲۰ غويی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې يې ټولو صنفونو ته وقايې ته په پام سره د فعاليت اجازه ورکړه او د کرونا ويروس مخنيوي په اړه پيل شوی قرنطين يې پای ته ورساوه‌.

د چارواکو په وينا, دا پرېکړه د ننګرهار ولايت د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي کمېټې له لوري د خلکو د بیا بیا غوښتنو پر اساس او د ټولنې د غربت کچې ته په کتو شوې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د خلکو د بیا بیا غوښتنو پر اساس او د ټولنې د غربت کچې ته په کتو په جلال اباد ښار کې ټولو صنفونو ته د وقايوي لارښوونو تطبيق په شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

نوموړي وويل،هر هټیوال مسووليت لري چې خپلو مشتریانو ته د توکو د پېرلو پر مهال یو - یو ماسک په وړیا ډول ووېشي او سپارښتنه ورته وکړي چې د ماسکونو کارونه عامه کړي.

هغه زياته کړه، چې د اصنافو اتحادیه مسوولیت لري، چې کمېټې جوړې کړي تر څو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر ټولو هټیو ته یو میکانېزم ترتیب او د دوو ورځو په جریان کې په ټول ښار کې يې عملي کړي.

ننګرهار والي وايي، په دې ولايت کې د تېر په پرتله د کرونا ويروس پېښې زياتې شوي او له همدې امله هوټلونه او رستورانټونه به د تېر په څېر تړلي وي؛ ځکه د ويروس د خپرېدو ډېر امکان له همدې ځایونو څخه زيات دی.

نوموړی وايي د ښار مرکزي ساحو کې د وسایطو په ګرځېدو د تېر په څېر اوس هم بندیز شتون لري، د ترافیکو مدیریت دنده لري، چې د ځینو څلورلارو او کوڅو پر پرانېستلو یا تړلو بیا له سره غور وکړي.

ننګرهار والي په ښار کې د تختونو د تنظیم لپاره د امنې قوماندان په مشرۍ یوه کمېټه وګومارله، چې ژر به په خپله برخه کې عملي چارې پيل کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې دغه کمېټه دنده لري، تر څو د تختونو لپاره بدیل ځایونه په نښه او په لنډ وخت کې ټول تختونه له سړکونو، پلو لارو، د ویالو له سرونو او د هټیو او د مارکېټونو له مخې پورته او په نښه شویو ځایونو کې ځای پر ځای کړي، تر څو له یوې خوا ښار کې بې نظمي او ګڼه ګوڼه کمه او له بلې خوا د ښار ښکلا بېرته پر ځای شي.

عام خلک که څه هم د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دا پرېکړه پرځای ګڼي خو د کرونا مخنيوي په موخه له خلکو غوښتنه کوي چې د روغتيا پالانو مشورې په پام کې ونيسي.

د غلام الله په نوم د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی وايي, خلک غريب او بې وسه و نور يې د بې روزګارۍ توان نه درلود د قرنطين ماتېده به د کرونا خپرېدو ګواښ لوړ کړي خو خلک هم د ډوډۍ ګټلو لپاره کار ته اړتيا لري.

ننګرهار کې قرنطين داسې مهال مات شو چې دلته پر کرونا د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.

تازه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دې ولايت کې د ټولو پېښو شمېر يې ۱۵۴ ته لوړ کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا